BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • نقوي او مجتبی

    د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په تهران کې: مجتبی خامنه‌اي ته مې یو مهم پیغام راوړی

    د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په تهران کې دی او وایي چې د خپل هېواد د مشرانو له لوري یې د ایران روحاني مشر مجتبی خامنه‌اي ته "مهم" پیغام راوړی دی. محسن نقوي تر دې وړاندې هم څو ځله د پاکستان د هغو هڅو په چوکاټ کې تهران ته سفر کړی چې هدف یې د ایران او امریکا ترمنځ منځګړیتوب دی. په همدې حال کې د امریکا پوځ وایي چې د هرمز په تنګي کې یې دوه ایراني بریدګرې بې‌پیلوټه الوتکې نسکورې کړې دي.

  • الشيخ محمد صديق المنشاوي او ماجده

    شيخ المنشاوي: "د تلاوت شهزاده" چې راډیو ته له ورتګه یې انکار وکړ خو راډیو یې کور ته ورغله

    "هغه له رڼا نه رڼا و او د یو ستوري په څېر و چې له یوه لوی ستوري راغلی وي او انسان د هغه په اړه له دې پرته بل څه نه شي ویلای چې هغه د غوره ونو له غوره مېوو دی." په دغو تورو د مصر قاري مرحوم قاري شیخ فتحي الملیجي خپل همکار شیخ محمد صديق المنشاوي ستایلی دی. دا نرم او له شکستګۍ ډک غږ چې د عربي او اسلامي نړۍ په ګوټ ګوټ کې یې شهرت وموند، د "المنشاوي" د کورنۍ یوازېنی ځانګړی استعداد نه و؛ بلکې شیخ محمد صديق د "د قرآن کریم د حاملانو" له نسله و، لکه څنګه چې هغه په یوه مرکه کې د مصر راډیو ته ویلي وو. د هغه پلرنۍ کورنۍ ته "د قرآن کور" ویل کېده؛ ځکه چې د هغه نیکه شیخ (السید) او لوی نیکه (طیب) منشاوي دواړه د مصر د صعید (جنوب) له مشهور قاریانو وو، خو د ضبط او ثبت (ریکارډونو) له دورې مخکې یې ژوند کاوه، همدارنګه د هغه کاکا (احمد السید) منشاوي هم له همدې قاریانو و. روايات او ثبتونه موږ ته د هغه د پلار شیخ صدیق میراث هم راښيي، چې د صعید په سیمه کې د "د قرائتونو امین" په نوم مشهور و او پخپل وخت کې یې د بي بي سي له ادارې سره هم قرارداد درلود چې د عربي خپرونو د پیل لپاره تلاوت وکړي، لکه څنګه چې د فادیه محمد صديق المنشاوي په وینا، همدارنګه د شیخ محمد صديق خپل ثبتونه هم د بي بي سي په راډیو کې شته چې د نامتو قاریانو د تلاوتونو په وسیله یې خپرونې پیلېدې. همدارنګه د هغه د کشر ورور شیخ محمود صديق المنشاوي ثبتونه هم شته، چې مشر ورور محمد یې تر هغه وخته پالنه کوله چې د قرآن تلاوت یې بشپړ زده کړ او هغه تر نن ورځې (۲۰۲۶) پورې ژوندی دی. د المنشاوي لور فادیه خپله کورنۍ د یوې ونې په څېر تشبیه کړې، چې شیخ محمد صديق المنشاوي یې "په اسمان کې څانګه" وه او خپل پلار یې "د تلاوت دولت سپوږمۍ" او "د خشوع غر" بللی دی. هغه راډیو ته له تګ څخه انکار وکړ، نو هغوی پخپله ده ته ورغلل

  • مرمرۍ د موټر پر مخ ولګېده او بیا د ماشوم پر سر ولګېده

    د اوو میاشتو فلسطیني ماشوم تدفین چې د اسرائیلي ځواکونو په ډزو وژل شوی و

    په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د اوو میاشتو هغه فلسطیني ماشوم د جنازې لپاره ګڼ شمېر خلک راټول شول چې د جمعې په ورځ د یوه اسرائیلي سرتېري په ډزو وژل شوی و. د سام فهد ابوهیکل مور او پلار د الخلیل ښار په سوېل کې د تل رومیدا سیمې ته نژدې هغه مهال ټپیان شول چې یو اسرائیلي سرتېري د دوی پر موټر ډزې وکړې. د سام پلار، فهد وویل چې یوه مرمۍ د موټر له مخکینۍ ښیښې تېره شوه او د هغه د ماشوم پر سر ولګېده.

  • پر اوکرايين د روسيې بریدونه

    اوکرايين د روسيې پر سېنټ پيټرزبورګ د بې پيلوټه الوتکو بریدونه کړي

    روسيه وايي اوکرايين د سېنټ پيټرزبورګ پر ښار او شاوخوا سيمو په داسې مهال "بې ساری برید" کړی چې په دغه ښار کې د اقتصادي فورم د غونډې وروستۍ ورځ وه. د سېنټ پيټرزبورګ ښاروال السکاندر دروزدينکو ويلي، له ۱۴۰ زياتې بې پيلوټه الوتکې يا ډرونونه نسکور کړل شوي دي. د ښار له اوسېدونکو غوښتنه شوې چې په خپلو کورونو کې پاتې شي. پر اوکرايين د روسيې له بشپړ يرغل راهيسې دا لومړی ځل دی چې روسيه له خلکو په کورونو کې د پاتې کېدو غوښتنه کوي.

  • د افغانستان او هند لوبه

    کرېکټ: د هند او افغانستان تر منځ د ټېسټ لوبې د دویمې ورځې لومړۍ برخه پای ته ورسېده

    افغان اتلانو د هند پر وړاندې د روانې ټېسټ لوبې د دویمې ورځې په لومړۍ برخه کې غوره توپ اچونه وکړه او د سیالې لوبډلې درې نور لوبغاړي یې هم لاسه ورکړل. سیاله لوبډله اوسمهال ۴۷۵ منډې لري او ۶ لوبغاړي یې له لاسه ورکړي دي. د افغان لوبډلې په ګټه تر دې مهاله محمد سلیم ساپي ۴، ضیاءالرحمن شریفي او حشمت الله شهیدي یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړې ده. په لومړۍ ورځ هند د دريو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۶۸ منډې وکړې.

Skip لنډې ویډیوګانې and continue reading

لنډې ویډیوګانې

  • فوتبال
  •  Lama
  • ترکمنستان
  • نیالګي کېنول
  • رسټورانټ
  • د عکس په بره خوا کې رحمان الله ګوربز د ملي لوبډلې په درېشۍ کې ولاړ دی او لاندېنې عکس کې چپه شوی موټر ښکاري.
  •  مصنوعي ځیرکتیا (AI) لرونکی توپ
  • کشمیر
  • مزار شریف
  • هند

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • په عکس کې د فوټبال مینه‌وال ښکاري‌ چې ظاهرآ حیران او خواشینې دي

    د ټکټونو لوړې بیې ته غبرګون: 'د نړیوال جام مینه‌وال یم، خو د ټکټونو بیې یې ډېرې لوړې دي'

    ګویدو پېرالټا، چې یو محاسب او د ارجنټاین د فوټبال ملي لوبډلې دایمي ملاتړی دی، په قطر کې د تېر نړیوال جام له پای ته رسېدو سره سم د ۲۰۲۶ نړیوال جام لپاره د پیسو سپما پیل کړه. خو هغه داسې فکر نه کاوه چې د دومره ډېرو پیسو سپما ته به یې اړتیا پېښه شي. هغه چې تر پایلوبې پورې یې ټولو سیالیو ته ټکټونه اخیستي، بي بي سي ته وویل: "قطر کې مې ټکټونه ۱۴۷۰ ډالره وو. د دې نړیوال جام لپاره مې لا دمخه ۶۹۶۰ ډالر پر ټکټونو ورکړي دي."

  • Dawa Sherpa on a stretcher acompanied by two doctors. He is wearing a blue and yellow mountian jacket

    "د ایورېسټ غره معجزه"؛ غرختونکو مړ ګڼلی لارښود شپږ ورځې وروسته ژوندی راغی

    د غرختونکو یو نیپالی لارښود چې د نړۍ تر ټولو لوړ غره ایورېسټ ته د ختلو پرمهال شپږ ورځې ورک و او د مړه ګمان پرې شوی و، اوس ژوندی موندل شوی دی. دی د ورکېدو پر شپږمه ورځ په داسې حال کې خلکو لیدلی و چې د ایورېسټ غره وروستي پنډغالي ته په ښویېدو ښویېدو ور روان و.

  • Essam El Hadary gestures

    په نړیوال جام کې تر ټولو پخواني لوبغاړي څوک دي؟

    د فوټبال نړیوال جام په ۹۶ کلن تاریخ کې یوازې اوو لوبغاړو چې عمرونه یې ۴۰ کاله یا تر دې لوړ وو، د نړیوال جام په سیالیو کې برخه اخیستې ده. امکان لري چې سږ کال د لږترلږه پېنځو نورو لوبغاړو نومونه هم دغه نوملړ ته وراضافه شي، ځکه چې هېوادونو یې سږني نړیوال جام لپاره په خپلو لوبډلو کې شامل کړي دي.

  • په هرات کې د یهودانو حمام ګنبد، چې په سر او یوه خوا کې زینه لري.

    په هرات کې د یهودانو تاریخي حمام، د طالبانو حکومت وايي د پلور لپاره نه دی

    په دې وروستیو کې د هرات د یهودیانو پاتې شوې تاریخي ودانۍ چې «حمام موسایي‌ها» نومېږي، د پلور لپاره د وړاندې کېدو خبرونه یې رسنیز شوو. د بي‌بي‌سي افغانستان څانګې له دې تاریخي ځای څخه لیدنه کړې او د دې سیمې له یو شمېر اوسېدونکو سره یې د دې ځای او د هرات د یهودیانو د ژوند د مخینې په اړه خبرې کړې دي.

  • درس: منځنۍ دورې لپاره آنلاین زده کړې

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۷ جون ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۶ جون ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي