پوتین د زیلېنسکي د مخامخ لیدنې غوښتنه رد کړه

پوتین

د عکس سرچینه، Reuters

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۷ دقیقې

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، دی د اوکرایین له ولسمشر ولودیمیر زیلېنسکي سره د مخامخ لیدنې هېڅ اړتیا نه ویني.

ولسمشر پوتین دا څرګندونې له هغه وروسته کړې، چې د اوکرایین ولسمشر د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې پای ته رسولو لپاره د مخامخ خبرو غوښتنه وکړه.

زیلېنسکي د پنجشنبې پر ورځ یو پرانیستی لیک کې له پوتین نه د مستقیمو خبرو غوښتنه وکړه، او لیکلي، ''یوازې انتظار کول ناسم کار دی'' چې دا جګړه، چې په ۲۰۲۲ کال کې د روسیې له یرغل سره پیل شوه، بېرته د امریکا د پاملرنې مرکز وګرځي.

د اوکرایین ولسمشر دغه راز د اوربند غوښتنه وکړه، خو په خپله وینا کې یې ځینې مهال د ملنډو لهجه خپله کړې.

پوتین بیا دغه لیک ''بې‌ادبه'' وباله، د لیدنې غوښتنه یې رد کړه، او یو ځل بیا یې خپل دریځ تکرار کړ چې د سولې خبرې باید له هر ډول اوربند مخکې ترسره شي.

کله چې د جمعې په ورځ یې په سنټ‌ پېټرزبورګ کې د روسیې په کلني اقتصادي فورم کې له هغه پوښتنه وشوه چې ایا د زېلینسکي وړاندیز به ومني که نه، پوتین وویل: ''اوس مهال زه هېڅ اړتیا نه وینم''.

هغه زیاته کړه: ''ایا دا هڅه وه چې د مخامخ لیدنې لپاره شرایط برابر کړي، که دا یوه لاره وه چې دا ډول لیدنه رامنځته نه شي؟ زما په اند، دوهمه خبره سمه ده.''

د پوتین د ځواب له اورېدو وروسته، زیلېنسکي وویل، روسیه ''یو ځل بیا جګړه انتخابوي.''

هغه پر ټیلیګرام پاڼه لیکلي: ''هغه اصلاً نه غواړي جګړه پای ته ورسوي. زما په اند، د نړۍ ډېر خلک له دې ځوابه ناهیلي شوي دي.''

پوتین د زیلېنسکي د لیک په هکله د خبرو پر مهال یو ځل بیا خپل دریځ تکرار کړ او زیاته یې کړه، اوربند به یوازې اوکرایین ته دا فرصت ورکړي چې بیا خپل ځواکونه تنظیم کړي، په داسې حال کې چې مسکو له کیېف نه خپلې غوښتنې لا نه دي ترلاسه کړي.

هغه وویل: ''یوازینی هدف دا دی چې د اوکرایین اړخ زموږ د وسله‌والو ځواکونو د پرمختګ مخه ونیسي. خو موږ تړونونو ته اړتیا لرو، نه د شپږو میاشتو لپاره، نه د درې میاشتو لپاره، بلکې د اوږدې مودې لپاره.''

هغه زیاته کړه: ''پرېږدئ چې کارپوهان خپل کار پیل کړي او ځینې حل لارې وړاندې کړي. له هغې وروسته، موږ کولی شو سره ووینو.''

پوتین وايي، دی به جګړه یوازې هغه مهال پای ته ورسوي، چې د روسیې هدفونه پوره شي:

''پوځي عملیات به یوه ورځ پای ته ورسېږي، موږ داسې انګیرو. بې له شکه، دا به هغه وخت پای ته ورسېږي کله چې موږ خپلې ټاکلې موخې ترلاسه کړو.''

د روسیې دریځ دا دی چې اوکرایین باید له دونېڅک، لوهانسک، خېرسون او زاپوریژیا سیمو ووځي، او دغه راز له ناټو سره د یو ځای کېدو هڅې پرېږدي.

خو کیېف د خپلې خاورې هېڅ یوې برخې پرېښودو ته چمتو نه دی او استدلال کوي چې که مسکو ته هر ډول امتیاز ورکړل شي، دا به هغه نور هم زړور کړي چې په راتلونکي کې بیا یرغل وکړي او یادونه کوي، چې د کریمیا ټاپووزمې له الحاقه اته کاله وروسته، روسیې پر اوکرایین پراخ یرغل وکړ.

زیلېنسکي څه ډول وړاندیز کړی؟

زيلينسكي

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، زيلېنسکي په خپل پرانیستي لیک کې پوتین ته وړاندیز کړی چې مخامخ لیدنه ورسره وکړي او ویلي یې دي چې اوکرایین د "بشپړ اوربند" لپاره هم چمتو دی.

له دې مخکې د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زیلېنسکي د جګړې د پای ته رسولو لپاره په یوه نوې هڅه کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د مخامخ لیدنې غوښتنه وکړه.

زيلېنسکي په یوه پرانیستي لیک کې پوتین ته ویلي چې دا "اشتباه ده چې انتظار وشي" چې په اروپا کې روانه جګړه یو ځل بیا د متحده ایالاتو د پاملرنې اصلي موضوع شي. هغه زیاته کړې چې سوله یوازې د اوکرایین او روسیې ترمنځ د "مستقیمو خبرو اترو" له لارې ترلاسه کېدای شي.

هغه همداراز وړاندیز کړی چې د پلان شویو مذاکراتو په ټوله موده کې دې بشپړ اوربند نافذ شي، خو پوتین د پنجشنبې په ورځ تر دې وړاندې دغه وړاندیز رد کړی و.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ وویل چې د ده په اند "دا به ډېر ښه وي" که دواړه مشران سره وویني.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: "زه خوښ یم چې دوی د یوې لیدنې د ترسره کولو په اړه خبرې کولی شي. زما په اند موږ په دې برخه کې مهم رول لوبولی دی."

هغه زیاته کړه چې دواړه مشران باید "امتیازونه ورکړي". د هغه په وینا: "لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ، دا امتیازونه وړاندیز شوي او موږ په دې کې مهم رول درلود." خو هغه نور جزییات ور نه کړل.

کرملین هم د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د اوکرایین ولسمشر ته ښه راغلاست وایي څو هر وخت په مسکو کې له خپل روسي سیال سره وګوري.

د کرملین ویاند دمیتري پیسکوف د روسي دولتي رسنیو له قوله ویلي: "زيلېنسکي هر وخت مسکو ته راتلای شي. " هغه زیاته کړه چې پوتین لا تر اوسه د اوکرایین د ولسمشر لیک نه دی لوستی.

زيلېنسکي په خپل پرانیستي لیک کې پوتین ته وړاندیز کړی چې مخامخ لیدنه ورسره وکړي او ویلي یې دي چې اوکرایین د "بشپړ اوربند" لپاره هم چمتو دی.

هغه په خپل پیغام کې لیکلي: "اوکرایین وړاندیز کوي چې دا جګړه زموږ او ستاسو ترمنځ د مستقیمو خبرو له لارې پای ته ورسېږي. زه د یوې لیدنې وړاندیز کوم."

هغه زیاته کړه: "اوکرایین چمتو دی چې د مذاکراتو په ټوله موده کې بشپړ اوربند ومني."

زيلېنسکي همداراز د دواړو لوریو د ټولو جنګي اسیرانو د بشپړ تبادلې وړاندیز کړی او ویلي یې دي چې دا کار د جګړې د پای ته رسولو لپاره "یو ښه پیل" کېدای شي.

پر اوکرایین د روسیې له برید وروسته یو ټپي شوی سړی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پر اوکرایین د روسیې له برید وروسته یو ټپي شوی سړی

زيلېنسکي دا پرانیستی لیک یوه ورځ وروسته له هغې خپور کړ چې اوکرایین د بې‌پیلوټه الوتکو (ډرونونو) په وسیله د روسیې پر سنټ پیټرزبورګ برید وکړ. سنټ پيټرزبورګ د پوتین د زېږېدو ښار دی او هلته هغه مهال نړیوال اقتصادي فورم هم روان و.

زيلېنسکي څو ځله له پوتین سره د لیدنې غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې یوازې مستقیمې خبرې اترې کولای شي د ځمکو او سیمو پر سر د اختلافاتو د حل لپاره هوکړې ته لاره هواره کړي.

دا پرانیستی لیک له هغو محدودو نوښتونو څخه ګڼل کېږي چې زيلېنسکي د ۲۰۲۲ کال د روسیې له یرغل راهیسې په مستقیم ډول پوتین ته استولی دی.

د روسیې او اوکرایین ترمنځ خبرې اترې له څو میاشتو راهیسې له خنډ سره مخ دي، په ځانګړي ډول وروسته له هغې چې د متحده ایالاتو پاملرنه، چې د منځګړي رول یې درلود، له ایران سره جګړې ته واوښته.

په استانبول، ابو ظبۍ او جنیوا کې د دواړو لورو ترمنځ ترسره شویو مذاکراتو هم د اصلي موضوع، یعنې د ځمکنۍ حاکمیت په ځانګړي ډول د اوکرایین په ختیځ کې، په اړه کوم مهم پرمختګ رانه وست.

تر خپل لیک وړاندې، پوتین په سن‌پټرزبورګ کې د نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې یو ځل بیا د زېلېنسکي د مشروعیت په اړه شک څرګند کړ.

هغه وویل چې دا موضوع چې آیا زېلېنسکي لا هم د اوکراین قانوني ولسمشر دی که نه، "تحلیل ته اړتیا لري"، ځکه د هغه پنځه کلنه ولسمشریزه دوره په ۲۰۲۴ کال کې پای ته رسېدلې ده.

خو په اوکرایین کې د جګړې پر مهال نافذ پوځي قانون د ټاکنو ترسره کول منع کوي. زېلېنسکي وړاندیز کړی چې که بشپړ اوربند رامنځته شي، نو د سولې د وروستۍ هوکړې په اړه به ټاکنې یا ټولپوښتنه ترسره کړي.

بل لور ته، پوتین څو ځله ویلي چې له زيلېنسکي سره به یوازې هغه وخت وویني چې د مخکېني توافق وروستۍ جزئیات بشپړ شي. هغه همدارنګه څو ځله د مستقیمې لیدنې غوښتنې رد کړې دي.

د روسیې او اوکرایین د بیرغونو یو ګډ نمایشي انځور

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د روسیې او اوکرایین د بیرغونو یو ګډ نمایشي انځور

اوکرایین په وروستیو میاشتو کې د روسیې د انرژۍ او پوځي هدفونو پر ضد خپل واټن‌لرونکي غچ‌اخیستونکي بریدونه زیات کړي دي. کېیف دغه بریدونه د روسي ځواکونو د شپنیو بمباریو پر وړاندې "عادلانه ځواب" بولي.

زيلېنسکي په خپل لیک کې پوتین ته ویلي:

"که تاسو دې پایلې ته ونه رسېږئ چې د دې جګړې د پای ته رسولو وخت رارسېدلی، نو اوکراین به د خپل موجودیت او بقا د دفاع لپاره جګړې ته دوام ورکړي."

بل لور ته، ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ د جګړې په ډګر کې د خپلو ځواکونو لاسته راوړنې وستایلې، په داسې حال کې چې د اوکراین د لوري باور او ډاډ هم مخ په زیاتېدو دی.

کله چې له پوتین څخه وپوښتل شول چې آیا پر اوکراین د روسیې برید په یوه "ستراتیژیک ناورین" بدل شوی که نه، هغه ځواب ورکړ:

"روسیه د جګړې د تماس کرښې په اوږدو کې هر ځای مخ پر وړاندې روانه ده."

هغه زیاته کړه: "موږ په بشپړه توګه چمتو یو او هیله لرو چې له اوکراین سره د سوله‌ییزو لارو چارو له لارې یوې هوکړې ته ورسېږو."

د ۲۰۲۵ کال له وروستیو راهیسې په اوکراین کې د روسي ځواکونو د پرمختګ چټکتیا کمه شوې ده، او وروستي معلومات ښيي چې اوکراین بېرته ځینې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راوستې دي.

پوتین د پنجشنبې په ورځ دا هم ومنله چې روسیه باید خپل هوايي دفاعي سیستمونه لا پیاوړي کړي، وروسته له هغې چې اوکراین د چهارشنبې په ورځ د بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله په سن‌پیټرزبورګ کې د تېلو یوه کمپلکس او یوه سمندري اډه په نښه کړل.