د اوو میاشتو فلسطیني ماشوم تدفین چې د اسرائیلي ځواکونو په ډزو وژل شوی و

مرمرۍ د موټر پر مخ ولګېده او بیا د ماشوم پر سر ولګېده

د عکس سرچینه، Anadolu via Getty Images

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د هغه اوو میاشتو فلسطیني ماشوم د جنازې مراسم ترسره شول چې په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د یوه اسرائیلي سرتېري په ډزو وژل شوی و.

د سام فهد ابوهیکل مور او پلار د الخلیل ښار په سوېل کې د تل رومیدا سیمې ته نژدې هغه مهال ټپیان شول چې یو اسرائیلي سرتېري د دوی پر موټر ډزې وکړې. د سام پلار، فهد، وویل چې یوه مرمۍ د موټر له مخکینۍ ښیښې تېره شوه او د هغه د ماشوم سر ته ولګېده.

اسرائیلي پوځ پر دې پېښې د "ژورې خواشینۍ" ښودلې او ویلي یې دي چې په دې اړه به څېړنه وکړي.

پوځ ویلي چې ډزې هغه وخت وشوې کله چې د جمعې په شپه سرتېرو په تل رومیدا سیمه کې له یوه موټره "احتمالي ګواښ" احساس کړ.

خو د ماشوم د کورنۍ غړو ویلي چې دوی د اسرائیلي سرتېرو د موټر درولو امر منلی و او هېڅ ډول ګواښ یې نه رامنځته کاوه.

د بي بي سي خبریال سباستین اشر له الخلیله راپور ورکړی چې فهد د جمعې په ورځ سام او د خپلې کورنۍ نور غړي له بیت‌لحم څخه له چکر وروسته کور ته را روان کړي وو. هغوی کور ته نژدې د اسرائیلي ځواکونو د تلاشۍ یوې پوستې ته رسېدلي وو.

د بي بي سي خبریال وایي چې ځايي اوسېدونکو هغه ځای وروښود چېرې چې د تلاشي پوستې ترڅنګ د دې کورنۍ پر موټر ډزې وشوې.

د سام نیا فریال، چې هغه هم په موټر کې سپره وه، وویل کله چې یې ولیدل اسرائیلي سرتېري له یوې فرعي لارې د دوی کېڼ لوري ته ورنژدې کېږي، موټر یې ودراوه. فهد هم وویل چې له موټر درولو وروسته یې خپل لاسونه پورته کړل.

فهد او فریال دواړو وویل چې له دې وروسته سملاسي ډزې پیل شوې.

فهد وویل: "مرمۍ په موټر ولګېدې. هغه سرتېری چې پر موږ یې ډزې وکړې، شاوخوا لس متره رانه لرې و. مرمۍ د موټر پر بانټ ولګېده او ترې راواوښته، زما له مټ تېره شوه او زما د زوی پر سر او زما د مېرمنې پرمخ ولګېده."

سام په روغتون کې ساه ورکړه او مور یې لا هم تر درملنې لاندې ده.

تل رومیدا له اوږدې مودې راهیسې د تاوتریخوالي او کړکېچ مرکز پاتې شوی دی. د الخلیل په دې سیمه کې اسرائیلي مېشتېدونکي د فلسطیني اوسېدونکو ترمنځ ژوند کوي او د دوی د ساتنې لپاره ګڼ شمېر اسرائیلي ځواکونه په سیمه کې ځای پر ځای شوي دي.

د اسرائیلي پوځيانو په ډزو د وژل شوي نوزیږدي ماشوم پلار او مور هم ټپیان شوي دي

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، د اسرائیلي پوځيانو په ډزو د وژل شوي نوزیږدي ماشوم پلار او مور هم ټپیان شوي دي

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اومه د حماس له خونړیو بریدونو وروسته چې د اسرائیل په سوېل کې ترسره شول، په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې تاوتریخوالی ډېر شوی او د فلسطینیانو، یهودي مېشتو خلکو او اسرائیلي سرتېرو ترمنځ خونړۍ نښتې رامنځته شوې دي.

د فلسطین د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، له هغه وخت راهیسې په لوېدیځه غاړه کې له زرو زیات فلسطینیان، چې پوځي او ملکي وګړي دواړه پکې شامل دي، وژل شوي دي.

همدارنګه په همدې موده کې لږ تر لږه ۴۴ اسرائیلیان، چې ملکي وګړي او سرتېري پکې شامل دي، د فلسطینیانو د بریدونو یا د اسرائیلي پوځي عملیاتو پر مهال وژل شوي دي.

د حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د اومې په بریدونو کې د اسرائیل په سوېل کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ نور یرغمل ونیول شول او غزې ته یوړل شول.

له هغې وروسته اسرائیل په غزه تړانګه کې پراخ غچ‌اخیستونکي پوځي عملیات پیل کړل.

د حماس تر واک لاندې د غزې د روغتیا وزارت وایي چې په دې موده کې د اسرائیلي بریدونو له امله له ۷۰ زره او ۶۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

په غزه کې د واده پر مراسمو برید

په یوه بل خبر کې، د غزې روغتیايي سرچینو ویلي چې د غزې ښار په یوه خېمه د اسرائیل برید، چې پکې د واده مراسم روان وو، لږ تر لږه شپږ کسان وژلي دي.

په دې برید کې شاوخوا ۱۵ نور کسان، چې څو ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.

اسرائیل ویلي چې برید یې "ترهګر" په نښه کړي وو، خو نور جزئیات یې نه دي ورکړي.

د اسرائیل او حماس ترمنځ د اکتوبر میاشتې د اوربند له پلي کېدو راهیسې، چې اته میاشتې تېرې شوې دي، نژدې زر فلسطینیان په غزه کې د اسرائیلي بریدونو له امله وژل شوي او شاوخوا درې زره نور ټپیان شوي دي.

په قاهره کې د فلسطیني ډلو خبرې

بله خوا، حماس او نورې سیالې فلسطیني ډلې په قاهره کې خبرې اترې پیل کړې دي.

د حماس ویاند حازم قاسم ویلي چې د دوی د بحثونو تمرکز به د اسرائیل له خوا د اوربند د سرغړونو پای ته رسول، د سرحدي لارو پرانیستل او غزې ته د بشري مرستو د داخلېدو اسانتیا برابرول وي.