روباټ بودایي راهب شو
روباټ بودایي راهب شو
د سوېلي کوریا لومړنی روباټي راهب په دودیزو بودایي جامو کې راڅرګند شو. "ګابي" نومي انسانته ورته روباټ د سیول ښار په جوګي معبد کې د بودا د زوکړې ورځې تر مراسمو مخکې په خپلو لومړيو رسمي مراسمو کې ګډون وکړ.
داسې ښکاره کېده چې نوموړي ته په مذهبي ټولنه کې هرکلی ویل شوی او تمه ده چې د څراغونو په جشن کې هم ګډون وکړي.


