عراق کې پر کاروبار د سیمې د ناامنۍ اغېز

د ویډیو تشریح، عراق کې پر کاروبار د سیمې د ناامنۍ اغېز
عراق کې پر کاروبار د سیمې د ناامنۍ اغېز

د عراق په مقدس ښار نجف کې د امام علي زیارت اوس ارام دی او پراخ انګړ یې نور د منځني ختیځ د جګړې تر پیل مخکې د بېلابېلو ژبو د زیارت کوونکو په ورو غږ خبرو او غورېږ ډک نه دی.

د سیلانیانو نشتوالی د نژدې دوکانونو او هوټلونو مالکانو ته لږ کار پرېښی او د هغوی ورځې ورو تېرېږي په دې هیله چې بېرته ګڼه ګوڼه راشي او کاروبارونه یې بیا ژوندی شي.

هر کال په میلیونونو شیعه‌ګان له ټولې نړۍ نجف او د کربلا مقدسو ښارونو ته ورځي.

خو د سیمه‌ییزې جګړې له امله چې د فبرورۍ په وروستیو کې د امریکا او اسرائیلو د ایران پر ضد بریدونو وروسته پیل شوه، د ایران، لبنان، خلیجي هېوادونو، هند، افغانستان او نورو هېوادونو د زیارت کوونکو راتګ بند شوی یا ډېر کم شوی دی.

عراق د دې شخړې له پیل سره سم په جګړه کې ښکېل شو، ځکه په هېواد کې د امریکا د ګټو او د ایران پلوه وسله‌والو ډلو پر اهدافو بریدونه وشول.