د شاپور ځدراڼ مړینې ته غبرګونونه: 'د میدان دننه او بهر اتل' چې 'میراث به یې تلپاتې وي'

ځدراڼ مړېنې ته غبرګونونه

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د شاپور ځدراڼ مړینې ته غبرګونونه: 'د ۲۰۱۵ نړیوال جام لوبه یې نه هېرېدونکې ده'

د کرېکټ نړۍوالې شورا (ICC) مشر، جي شاه د افغانستان د کرېکټ د پخواني لوبغاړي شاپور ځدراڼ پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د نوموړي یاد به د افغانستان د نړیوال کرېکټ په پرمختګ کې د خپل مهم رول له امله تل ژوندی وي.

هغه د ۲۰۱۵ په نړیوال جام کې د شاپور ځدراڼ د نه هېرېدونکې لوبې یادونه هم کړې ده.

د ICC مشر د شاپور ځدراڼ له کورنۍ، دوستانو او د افغانستان د کرېکټ له ټولې کورنۍ سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.

ټاکل شوې د افغانستان د کرېکټ د ځلانده ستوري شاپور ځدراڼ جنازه نن (چارشنبه د جولای ۸مه) له هنده کابل ته راولېږدول شي.

شاپور ځدراڼ له څو میاشتې سختې ناروغۍ وروسته،‌ تېره ورځ د نژدې ۳۹ کلونو په عمر د هند په یوه روغتون کې ومړ.

د بېلابیلو هېوادونو د کرېکټ له اوسنیو او پخوانیو لوبغاړو رانیولې تر پېژندل شویو مبصرینو، بېلابېلو لیګونو لوبېدونکو لوبډلو، د سپورت او هنر د برخو نوموتو څېرو، سیاسي مشرانو، سوداګرو او عامو کسانو پورې د هر پاړکي خلکو د شاپور ځدراڼ پر مړینه خواشیني ښودلې ده.

په دې لړ کې د پاکستان پخواني چټک توب اچوونکي شعیب اختر شاپور ځدراڼ 'نه ډارېدونکی تېز بالر' بللی، چې د ده په وینا د نړۍ په نقشه کې یې د افغانستان د کرېکټ ځایولو کې مهم رول لوبولی دی.

هغه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د شاپور د مړینې د خبر په اورېدو خواشینی شوی.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 1

د هند ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي اجی‌ جدېجا د ۲۰۱۵ کال د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام کې د شاپور ځدراڼ د هغې څلوریزې ویډیو شریکه کړې چې افغانستان ته یې په نړیوال جام کې خپله لومړنۍ بریا ور پر برخه کړه.

هغه لیکلي، شاپور نن موږ په غمجنه توګه پرېښودو، خو د "هغه میراث تل پاتې دی."

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 2

د هند بل پخواني لوبغاړي یوراج سنګ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي:

د داسې چا له لاسه ورکول تل زړه ماتوونکي وي، چې "دې لوبې ته یې ډېر څه ورکړي دي."

یوراج سنګ وايي: "شاپور ځدراڼ د افغانستان د کرېکټ یو رښتینی مخکښ و او د هغه لېوالتیا او ژمنتیا به تل یاد وساتل شي."

دې X پوسټ نه تېرشئ, 3
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 3

مشهور هندي مبصر راوي شاستري شاپور ځدراڼ د افغانستان د کرېکټ د پرمختګ "یوه اصلي معمار" بللی، چې د نوموړي په وینا د کرېکټ لوبې او د خپلې لوبډلې په سفر کې به د هغه ونډه تل په یاد وساتل شي.

هغه شاپور ځدراڼ داسې لوبغاړی بللی، چې ژوند یې سپورت ته وقف کړی و.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 4
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 4

د کرېکټ بل مشهور هندي مبصر هرشا بهوګلې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې "زما د هغه لوبه، د هغه منډې وهل او د هغه هوډ خوښېده."

هرشا بهوګلې وايي‌ شاپور او حمید حسن د افغانستان د کرېکټ د لومړیو کلونو لویه برخه جوړه کړه. نوموړي د شاپور مړینه ډېر ژر او د ډېرې خواشینۍ وړ بللې.

افغانستان لپاره "د نړیوال جام اتل"

دې X پوسټ نه تېرشئ, 5
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 5

د کرېکټ نړیوالې شورا "ای‌سي‌سي‌" پر خپله ویب‌پاڼه د شاپو ځدراڼ د مړینې په تړاو مطلب خپور کړی و او پر اېکس‌پاڼه یې هغه افغانستان لپاره "د نړیوال جام اتل" بللی دی.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 6
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 6

د سري لنکا د ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر او الراونډر انجېلو ماتیوس د شاپور ځدراڼ له عکس سره لیکلي: 'په میدان او له میدانه بهر څه یو اتل'.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 7
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 7

د بنګله‌دېش پر پېژندلو شویو لوبغاړو سربېره د دغه هېواد کرېکټ بورډ هم د شاپور ځدراڼ پر مړینه خواشینې ښودلې او لیکلي یې دي چې د افغانستان د کرېکټ ودې لپاره به د هغه ونډه تل یاده ساتل کېږي.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 8
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 8

د افغانستان مخکیني ولسمشر اشرف غني شاپور ځدران ته په سینه د مډال لګولو د شېبو عکس خپور کړی او ورسره لیکلي یې دي، چې د دغه "دنګ چنار" په پرېوتو خپه دی.

نوموړي لیکلي "د شاپور مړینې زموږ کرېکټ بې دغه ستوري او ډېری ځوانان چې هغه ته یې د بېلګې په سترګه کتل، بې دغه سیوري کړل."

دې X پوسټ نه تېرشئ, 9
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 9

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم لیکلي‌ چې شاپور ځدران د مړینې خبر ډیر خواشینی کړی.

د هغه پر فېسبوک پاڼه لیکل شوي: "مرحوم شاپور ځدران د هېواد د کرېکټ له لومړنیو ستورو څخه و، د ملي لوبډلې د پیاوړتیا لپاره یې نه ‌هیریدونکي هڅې وکړې او د افغانستان د کرېکټ ټیم په ځلولو کې یې یادېدونکي کارنامې ترسره کړي دي."

دې X پوسټ نه تېرشئ, 10
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 10

زلمي خلیلزاد هم د هغه د مړینې تسلیت ویلی.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 11
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 11