'د شاتو مچیو ګڼ شمېر افغان کاروباریان له پاکستانه افغانستان ته لېږدېدلي دي'

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images)
- Author, سید انور
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
په افغانستان کې د شاتو د مچیو ساتونکو ټولنې بي بي سي ته ویلي، چې په دې وروستیو کې ګڼو افغانانو خپل دغه کاروبارونه له پاکستانه افغانستان ته لېږدولي، چې ورسره په دغه هېواد کې د شاتو د تولید صنعت غوړېدلی دی.
د کرنې او مالدارۍ وزارت د شمېرو له مخې اوسمهال په ټول افغانستان کې د شاتو د مچیو له درې زرو ډېر فارمونه فعال دي.
د دغه وزات د معلوماتو له مخې په هېواد کې په منځني ډول هر کال تر دوه زره ټنو ډېر شات تولیدیږي. د مچیو د ساتونکو ټولنه وايي، هغه کال چې پسرلی یې ښه وي او وچکالي نه وي، د تولید کچه تر رسمي شمېرو خورا لوړېږي.
عبدالله امیري په هغو شاوخوا شپږ زرو کسانو کې دی، چې په خپلو هڅو او زیار سره وروستیو کلونو کې توانېدلي چې په افغانستان کې د مچیو ساتنه او د شاتو تولید بنسټیز کړي او په یوه پرمختلونکي صنعت یې بدل کړي.
ښاغلی امیري پر تولید سربېره خپل محصولات پخپله بازار ته هم وړاندې کوي. هغه وايي، په نندارتونونو کې له ګډون وروسته ورته دا فکر پیدا شو چې په میدان وردګو او کندهار کې خپل تولید شوي شات د سیمې هېوادونو ته صادر کړي.
د طالبانو د حکومت د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند، شېرمحمد حاتمي بي بي سي ته وویل، اوسمهال تر درې زره او دوه سوه ډېر فارمونه د مچیو په ساتنه او د شاتو په تولید بوخت دي.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
که څه هم په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کرنې وزارت په هېواد کې د شاتو د کلني تولید کچه په منځني ډول تر دوه زره ټنو ډېره ښيي، خو د افغانستان د مچیو ساتونکو ټولنې یوه مسوول، مجیب الرحمن شهاب بي بي سي ته وویل، که چېرې د کال پسرلی ښېرازه او باراني وي، نو د کلني تولید کچه کېدای شي تر رسمي شمېرو خورا لوړه وي.
د شاوخوا شپږ زره نارینه وو ترڅنګ ښځې هم په افغانستان کې د مچیو ساتنې او شاتو تولید په پراختیا کې ونډه لري، که څه هم شمېر یې د نارینه و هومره ډېر نه دی. ویل کېږي چې تر سلو ډېرې ښځې پخپله د شاتو مچیو فارمونه مدیریت کوي. د کرنې وزارت د ویاند په وینا، د شاتو د تولید په نورو برخو کې د ښځو رول د پام وړ دی.
په تېرو کلونو کې به د مچیو ډېری ساتونکو د ژمي په موسم کې د مچیو صندوقونه پاکستان ته لېږدول. د مچیو ساتونکو ټولنې یو مسوول، مجیب الرحمن شهاب وايي، اوس ګڼو افغان کاروباریانو د افغانستان په سویل کې تودو ولایتونو ته د دغه کار لپاره مخه کړې او دغه صنعت هلته وده کړې ده.
کارپوهان وايي چې د افغانستان غرنی چاپیریال او په پراخه طبعیت کې له کیمیاوي سرې او مصنوعي کرنیزو توکو پاک بوټي، د طبیعي شاتو د تولید لپاره یوه مناسبه زمینه برابروي، چې د مسوولینو او د مچیو د فارمونو د څښتنانو په وینا، دا ځانګړنه د سیمې د ځینو هېوادونو پرتله د افغانستان د شاتو کیفیت لوړوي.




















