یوې پاکستانۍ کورنۍ د تعویذګر په خوله خپله لور ژوندۍ سوځولې

پر یوه دیوال د لیمو او شنو مرچو لړ راځوړند دی چې عموماً د نظر ماتي په عقیده په هند او ځينو ټولنو کې کارول کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ځايي امنیتي کسان وايي چې کور ته له ننوتو سره یې ولیدل چې د یوې څلور کلنې ماشومې پښې او لاسونه په پړو تړل شوي، څلورو کسانو پر بل نغري د پاسه نیولې او سوځوي یې.
    • Author, شهزاد ملک
    • دنده, بي‌بي‌سي اردو
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

خبرداری: د دغه رپوټ محتوا مو ښايي وځوروي.

د پاکستان د پنجاب ایالت په ګوجرنواله سیمه کې پولیسو یوه ښځه له خپلو درو اولادونو سره یو ځای نیولې ده. هغه تورنه ده چې له ناروغیو د خلاصون لپاره یې په ژوندوني د خپلې څلور کلنې لور د سوځولو هڅه کړې.

پولیس د سیمې یوه اوسېدونکي خبر کړي وو چې له څنګ‌لوري کوره د یوې ماشومې د داسې سختو چیغو غږ اوري چې وايي، "ما مه سوځوئ".

پولیسو ویلي چې دې سړي هغه کور ته د ننوتلو هڅه کړې خو نه و بریالی شوی او هلته پر ګزمې وتلي پولیس یې پرې راخبر کړي وو.

د دې قضیې څېړونکي چارواکي یا افسر علي اکبر بي‌بي‌سي ته ویلي چې پر ګزمې وتلې ډلګۍ هغه کور ته ورغله، ور یې ور وټکاوه خو چا خلاص نه کړ نو ځکه پولیسو دروازه ماته کړه او ور ننوتل.

ځايي امنیتي کسان وايي چې کور ته له ننوتو سره یې ولیدل چې د یوې څلور کلنې ماشومې پښې او لاسونه په پړو تړل شوي، د دوو ښځو په ګډون څلورو کسانو هغه په لاسونو او پښو کې په انګړ کې پر بل نغري د پاسه نیولې او سوځوي یې.

افسر علي اکبر وايي، کومو کسانو چې نجلۍ په پښو او لاسونو کې نیولی وه، هغه یې خپله سکنۍ مور، یوه خور او دوه وروڼه وو.

د پېښې په اړه په عریضه یا (اېف‌ای‌ار) کې لیکل شوي چې کله پولیسو د ماشومې د ژغورلو هڅه کوله نو دغو کسانو پرې د کوتکو ګوزارونه وکړل او د یوه پولیس درېشي هم په کې څېرې شوه.

ځايي‌ پولیس وايي چې وروسته یې دا ټول تورن کسان ونیول او د هغه تعویذګر د نیولو لپاره چاپې اچوي چې دې کورنۍ ته یې د نجلۍ د سوځولو سپارښتنه کړې وه.

د پولیسو په وینا، د ماشومې ۴۰ سلنه بدن سوځېدلی دی.

"پر نجلۍ ناست پیریان کور ته ناروغۍ راوړي"

پر خارو یوه ښځه د سجدې په ډول پرته ده او دوه نورې یې ترڅنګ ناستې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د پاکستان او هند په ګڼو سیمو کې اوس هم کوډي، جادو او ډول ډول ټوکې خلک کاروي.

د دې پېښې پلټونکي افسر علي اکبر ویلي چې د قضیې مرکزي تورنه د نجلۍ مور ده چې د همدې ماشومې په ګډون څلور اولادونه لري او مېړه یې څه موده مخکې مړ شوی دی.

پولیس وايي چې دا ښځه د خلکو په کورونو کې لوښي وینځي، ځایونه جارو کوي‌ او پاکوي او په همدې کار نفقه پیدا کوي خو زامن یې کوم کار روزګار نه کوي. د هغوی عمرونه له ۱۸ اوښتي دي.

د پولیسو په وینا، دا ښځه او دواړه زامن یې ډېر ناروغېدل او دې کیسې اندېښمن کړي وو.

د صلیب نښه ولاړه ده او ترڅنګ یې ګڼې شمعې بلې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د قضیې پلټونکي افسر په وینا، د نجلۍ مور، خور او وروڼو هغه لومړی یوې کوټې ته وړې، هلته یې درځن درځن شمعې بلې او سوځولې دي چې که له نجلۍ پیریان ووځي.

علي اکبر زیاتوي چې په لومړیو پوښتنو ګروېږنو کې ورته معلومه شوې چې دا ښځه دوه ورځې وړاندې یوه تعویذګر ته ورغلې وه چې د ناروغیو درملنه یې وکړي. هغه ورته ویلي چې پر څلور کلنې لور یې پيریان ناست دي.

د پولیسو له خولې، تعویذګر دې ښځې ته دعوه کړې وه چې "پر لور ناست همدغه پیریان یې په کور کې ناروغۍ خپروي نو ځکه دې او اولادونو باندې یې دارو درمل اغېز نه کوي او نه ښه کېږي".

علي اکبر وايي چې تعویذګر دې ښځې ته ویلي چې که خپله څلور کلنه لور په اور وسوځوي نو پيریان به ترې ووځي خو اور به نجلۍ ته هېڅ ضرر هم و نه رسوي.

د دغه پلټونکي افسر په وینا، د نجلۍ مور، خور او وروڼو هغه لومړی یوې کوټې ته وړې، هلته یې ګېډۍ ګېډۍ شمعې بلې او سوځولې دي چې که له نجلۍ پیریان ووځي. دوه ساعته یې دغه کار تکرار کړی خو چې فکر یې کړی چې پيریان له ماشومې نه دي ‌وتلي نو د تعویذګر د خبرو پلي کولو لپاره یې په اور د هغې د سوځولو پرېکړه کړې ده.

ځايي پولیس وايي چې دې مور د دغه کار لپاره خپل درې واړه اولادونه هم رضا کړي او په ګډه سلا یې د کور د ګاز ډبه او نغری دالان یا انګړ ته ایستلي، اور یې تېز بل کړی او پرې د پاسه یې دا ماشومه نیولې ده.

د پولیسو د وینا له مخې، دوی چې کله دغه کور ته ورسېدل نو ویې لیدل چې دغو کسانو به کله د نجلۍ مخ د اور لمبو ته ور سم کړ او کله به یې په ملا پر نغري ور واړوله چې له امله یې د دې بدن سخت خوړین او سوځېدلی دی.

پولیسو ویلي چې کله دوی ورننوتل نو تورنو کسانو ماشومه نږدې کټ ته ور وغورځوله او په انګړ کې له پرتو کوتکو سره یې پر هغوی برید وکړ.

دوی وايي چې نجلۍ اوس په یوه ځايي روغتون کې بستر ده او روغتیايي وضعیت یې ښه نه دی.

پولیسو څلور واړه تورن کسان محکمې ته وړاندې کړي چې په ترڅ کې یې د نجلۍ مور او خور زندان ته لېږل شوې دي او د هغې دواړه وروڼه یې د څلورو ورځو لپاره پولیسو ته په توقیف کې ورکړي دي.

اوس دا قضیه د جنايي جرمونو د مخنیوي ادارې ته سپارل شوې ده.