لبناني چارواکي : اسرائیلي بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۳۰۰۰ اوښتی

    • Author, سمانتیا ګرانویل
    • دنده, بي بي سي-بیروت
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د لبنان عامې روغتیا وزارت چاوراکي وايي، له تېرې مارچ میاشتې راهیسې د اسرائیل او حزب الله تر منځ د جګړې په ترڅ کې د اسرائیلي بمباریو له کبله په لبنان کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۳۰۰۰ تنو اوښتی دی.

یاد وزارت د وژل شویو کسانو کره شمېر ۳۰۲۰ تنه یاد کړی دی. د دومره ډېرو کسانو وژل کېدو یادونه په داسې حال کې کېږي، چې له یوه نازک اوربند سره سره د جګړې زور کمېدو هېڅ نښې، نښانې نه لیدل کېږي.

د مارچ میاشتې پر دویمه نېټه له هغه وروسته لبنان په جګړه کې ښکېل شو، چې د اسرائیلي بمبارۍ له کبله د ایران مذهبي مشر ووژل شو او ایران پلوه شیعه ملېشې پر اسرائیل د توغندیو ګوزارونه وکړل.

د مرګژوبلې دا شمېر په داسې حال کې زیاتېږي، چې د جمعې پر ورځ دواړو لوریو تر ۴۵ ورځو پورې د اوربند پر غځولو او د جون په لومړیو کې د سولې خبرو پر بیا پیلولو توافق وکړ.

د لبنان عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، په وژل شویو کسانو کې ۴۰۰ تنه هغه کسان دي، چې د اپریل پر ۱۷مه د اوربند له اعلان وروسته وژل شوي دي. د یادونې ده، چې د اوربند په دې موده کې دواړو لوریو پر یوه بل له اوربنده د سرغړونې تورونه پورې کړي دي.

د اوربند تړون، چې د متحده ایالاتو په منځګړیتوب شوی، اسرائیل ته اجازه ورکوي چې هغه بریدونه ترسره کړي چې د دوی په وینا د حزب الله د پوځي فعالیتونو د مخنیوي لپاره دي.

لبنان دا بریدونه غندلي، او په خبره یې دا د وسله والو ډلو د وسلو په تړاو د دولت د ځانګړي کنټرول بیا ټینګولو لپاره د دوی هڅې کمزورې کوي.

د جمعې پر ورځ د اوربند غځولو توافق له اعلان وروسته هم د بیکا درې په ګډون د سویلي لبنان پر بېلابېلو برخو د اسرائیلي پوځ بمبارۍ دوام لري، چې له کبله یې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د شنبې په ورځ له ۲۰ پر ډېرو کلیو بمبارۍ شوې، چې یوازې نهو کې یې خلکو ته وتلو خبرداری ورکړل شوی و. له هغه وروسته حزب الله وویل، د دوی کسانو د اسرائیل په شمال کې د یارابارکونه د بریدګرو ډرونونو له لارې په نښه کړي دي.

دا ادعا په سویلي لبنان کې د اسرائیلي پوځیانو پر ضد د حزب الله د یو لړ بریدونو له ادعا وروسته مخې ته راځي.

د اسرائیلو پوځ د شنبې په ورځ وویل چې یو سرتېری یې هلته د جګړې په ترڅ کې وژل شوی دی، چې د مارچ له پیل راهیسې یې د تلفاتو شمېر ۲۰ ته ورسره رسېدلی دی.

څلور ملکي وګړي هم وژل شوي دي.

د اسرائیلو ځمکني ځواکونو د لبنان له پولې سره چې دوی د جګړې پرمهال نیولې وه، شاوخوا ۱۰ کیلومتره غځېدلې سیمه نیولې ده.