د ایران او امریکا ترمنځ د سولې لپاره د پاکستان او قطر پراخې هڅې؛ سي‌بي‌اېس نیوز: امریکا پر ایران نویو بریدونو ته ځان چمتو کوي

عاصم منیر او عباس عراقچي

د عکس سرچینه، Tasnim

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د پاکستاني پوځ مشر فیلډ مارشال عاصم منیر د جمعې پر ورځ تهران ته له رسېدو وروسته د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره لیدلي دي.

بي بي سي فارسي څانګې د بېلابېلو ایرانيو سرچینو له قوله ویلي، چې تېره شپه دواړو لوریو د جګړې پای ته رسولو په تړاو د وروستیو دیپلوماتیکو هڅو په ګډون په سیمه کې د امنیت او ټیکاو رامنځته کېدو په لارو چارو خبرې وکړې.

د یادونې ده، چې دا په تېرو څو اونیو کې ایران ته د فیلډ مارشال عاصم منیر دویم سفر دی.

د پاکستان پوځ مشر فیلډ مارشال عاصم منیر او ورسره مل پلاوی د جمعې په ماښام د ایران پلازمېنې تهران ته ورسېدل.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مؤمني د هغه هرکلی وکړ.

د راپور له مخې، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي، چې له چهارشنبې راهیسې په تهران کې و، هم د هرکلي په مراسمو کې ګډون درلود.

د پاکستان پوځ په یوه لنډ بیان کې د عاصم منیر د سفر هدف ''د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب د هڅو یوه برخه'' بللې ده.

فیلډ مارشال عاصم منیر

د عکس سرچینه، ISPR

بل لور د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند په تهران کې د قطر د یوې پلاوي شتون تائید کړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند تائید کړه چې د جمعې په ورځ د قطر یو پلاوی په تهران کې و او د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره یې خبرې وکړې.

اسماعیل بقایي په یوې ټلویزیوني مرکې کې، پرته له دې چې نور جزئیات ورکړي، وویل ''په دې ورځو کې ډېر هېوادونه، که د سیمې وي او که له سیمې بهر، هڅه کوي چې جګړه پای ته ورسوي او د تاوتریخوالي د زیاتېدو مخه ونیسي''، خو هغه ټینګار وکړ چې پاکستان د ایران او امریکا تر منځ اصلي منځګړی دی.

تر دې مخکې، رویټرز د یوې باخبره سرچینې په حواله راپور ورکړی و چې د قطر یو پلاوی د امریکا په همغږۍ تهران ته تللی دی.

قطر، امارات او سعودي عرب هغه درې هېوادونه دي چې ډونلډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ ویلي و، د دوی په غوښتنه یې د ایران پر وړاندې د بیا بریدونو بهیر په موقت ډول درولی دی.

سي‌بي‌اېس نیوز: امریکا پر ایران نویو بریدونو ته ځان چمتو کوي

بل لور د بي‌بي‌سي خبري شریکې رسنۍ سي‌بي‌اېس نیوز راپور ورکړی چې امریکا په داسې حال کې د ایران پر وړاندې د نويو پوځي بریدونو لپاره چمتووالی کوي، چې دیپلوماتیکې هڅې لا هم روانې دي.

د سي‌بي‌اېس نیوز د راپور له مخې، هغه سرچینې چې په مستقیمه توګه د پلانونو په هکله معلومات لري وايي چې د ټرمپ ادارې د جمعې پر ورځ د نویو بریدونو لپاره چمتووالی کاوه، خو تر ماښامه پورې وروستۍ پرېکړه ونه شوه.

ښاغلي ټرمپ په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پیغام کې ویلي چې ''د حکومت چارې'' به د ده مخه ونیسي چې د شنبې په ورځ د خپل زوی، ډونلډ ټرمپ جونیر، د واده په مراسمو کې ګډون وکړي.

هغه پلان درلود چې د اونۍ پای رخصتي په نیو جرسي ایالت کې په خپل ګالف کلب کې تېره کړي، خو اوس بېرته سپینې ماڼۍ ته ستنېږي.

یو شمېر سرچینو ویلي چې د امریکا د پوځ او څارګرو ادارو ځینو غړو خپلې رخصتۍ لغو کړې دي او دا ګام د نویو احتمالي بریدونو د انتظار له امله پورته شوی دی.

د دې سرچینو په وینا، د امریکا پوځي او استخباراتي چارواکي په بهرنیو اډو کې د چمتو ځواکونو لېست تازه کوي، هممهاله په منځني ختیځ کې د مېشتو ځواکونو یوه برخه ایستل کېږي، چې دا په سیمه کې د امریکا پوځي شتون د کمولو او د ایران د احتمالي غبرګون د اندېښنو په چوکاټ کې ترسره کېږي.

د اپريل په پیل کې د موقت اوربند له پیل راهیسې، ایران او امریکا تر ډېره پر یو بل له مخامخ بریدونو ډډه کړې، چې د اوږدمهاله تړون په تړاو د غیر مستقیمو خبرو لپاره فرصت برابر شي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې، انا کلی، سي‌بي‌اېس نیوز ته ویلي: ''ټرمپ خپل سرې کرښې په بشپړ ډول روښانه کړې دي: ایران هېڅکله باید اتومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي او نه شي کولای خپل بډایه شوی یورانیم وساتي.''

ټرمپ: ایران هوکړې ته لېوال دی

ټرمپ

د عکس سرچینه، Reuters

په ورته مهال د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې یو ځل بیا وویل چې ده داسې څه کړی چې ''ایران یوې هوکړې ته رسېدو ته لیوال شوی دی.''

ټرمپ وویل: ''تاسې وینئ چې موږ له ایران سره څه کړي؟ ایران هوکړې ته رسېدو ته لېوال دی. ګورو به چې څه کېږي. خو موږ پر هغوی سخت ګوزار وکړ، او بله چاره هم نه وه، ځکه ایران باید اټومي وسلې ونه لري. هغوی ته دا اجازه نه شي ورکول کېدای.''

د ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ښکاري د ایران او امریکا ترمنځ د اختلافاتو د حل او د سولې د یو ډول تړون د ترلاسه کولو لپاره دیپلوماتیکې هڅې لا ډېرې چټکې شوي دي. د پاکستاني پوځ مشر فیلډ مارشال عاصم منیر د جمعې په ماښام تهران ته ورسېد.

دغه راز، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم په تېرو دوو ورځو کې د دوهم ځل لپاره په تهران کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره وکتل او ایراني چارواکو تهران کې د یوه قطري پلاوي شتون هم تائید کړ.