له ایران سره د امریکا او اسرائیل نښته: یوه جګړه، د بریا دوه ادعاوې

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
- Author, امیر عظیمي
- دنده, بيبيسي نیوز فارسي
- د لوستلو وخت: ۶ دقیقې
له ایران سره د امریکا او اسرائیل د جګړې دا وروستی پړاو ښايي پای ته رسېدلې وي - لږ تر لږه دا پیغام له واشنګټنه راځي.
د مې پر پنځمه (سهشنبه)، له څو اونیو اوربند وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل چې د "شدیدې غوسې" په نامه عملیات په عملي ډول پای ته رسېدلي دي - که څه هم دا اعلان د هغه په یوه اوږده وینا کې تقریباً پټ پاتې شوی و.
نو ښکاره پوښتنه دا ده: څوک بریالی شو؟
ځواب پر دې پورې تړلی چې څوک کیسه بیانوي.
په ایران کې دولتي رسنۍ دا جګړه داسې وړاندې کوي چې ګواکې هېواد د نړۍ د تر ټولو ځواکمن پوځي اتحاد پر وړاندې ودرېد او هغوی یې مات کړل.
په واشنګټن کې بیا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هغه اداره هم د بریا ادعا کوي او څو ځله یې ویلي چې خپلې موخې یې ترلاسه کړې دي.
خو د عامه څرګندونو تر شا، اوس خبرې اترې (مذاکرات) د جګړې پرتله ډېر مهم شوي دي او همدا به وټاکي چې رښتینې بریا په حقیقت کې د چا ده.

د عکس سرچینه، Anna Moneymaker/Getty Images
د اکسیوس، رویټرزر او نورو امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، سپینه ماڼۍ باور لري چې له ایران سره د تفاهم پر یوې ۱۴ مادې لرونکې یادښت ته نژدې شوې ده. دا سند به د ایران د اټومي پروګرام، د هرمز تنګي او د سیمې د پراخو کړکېچونو په اړه د پراخو خبرو اترو لپاره یو چوکاټ جوړ کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې هېواد دا وړاندیز تر ارزونې لاندې نیولی او خپل ځواب به د پاکستاني منځګړو له لارې وړاندې کړي. خو ځینو لوړپوړو ایراني سیاستوالو دا وړاندیز له مخکې په علني ډول رد کړی دی.
د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمېسیون یو ویاند پر اېکس (پخواني ټویټر) لیکلي: "امریکایان به په داسې جګړه کې هېڅ ترلاسه نه کړي چې دوی یې بایلي"، او دا وړاندیز یې د "امریکايي غوښتنو لېست" بللی دی.
د تر اوسه خپرو شویو جزییاتو له مخې، ایران باید د خپلو اټومي فعالیتونو لویه برخه د ۲۰ کلونو لپاره وځنډوي، خپل لوړ بډایه شوي یورانیم زېرمه وسپاري او نړیوالو پلټونکو ته پراخې څېړنې ته اجازه ورکړي.
راپورونه هم ښيي چې دغه تړون به له ایرانه وغواړي چې د هرمز تنګي بشپړ بیا پرانیستل تضمین کړي.
په بدل کې، امریکا به په تدریجي ډول بندیزونه لرې کړي، کنګل شوي ایراني شتمنۍ ازادې کړي او ښايي اجازه ورکړي چې ایران د تړون له مودې وروسته محدود یورانیم بډایه کول بیا پیل کړي.
خو د ایران دننه ډېرو کسانو ته دا شرایط د مصالحې پر ځای د تسلیمۍ په څېر ښکاري. د هغوی استدلال ساده دی: دوی باور لري چې امریکا د "شدیدې غوسې" عملیات ځکه ودرول چې هغه یې قاطع پایلې نه لرلې او د "ازادۍ" عملیات - چې د هرمز تنګي د بیا پرانستلو لپاره پیل شوي وو خو ناڅاپه پای ته ورسېدل - کېدای شو د فارس خلیج عربي هېوادونه لا ژورې جګړې ته کش کړي. که څه هم ایران پر امریکايي اډو او د انرژۍ پر زیربناوو بریدونه وکړل، خو هېڅ یو له دغو هېوادونو په رسمي ډول په مستقیمه جګړه کې شامل نه شو.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
تر ټولو مهمه دا ده چې د ایران اسلامي جمهوریت بقا وموندله، سره له دې چې د جګړې پر مهال یې مشر، ګڼ لوړپوړي پوځي قوماندانان او د امنیتي ادارو مهمې څېرې ووژل شول. د ایران سیاسي او پوځي سیستم بیا هم فعال پاتې شو او ژر تر ژره یې ځایناستي وټاکل شول.
د جګړې تر پیل مخکې، ځینو لوېدیځو چارواکو او شنونکو باور درلود چې یو چټک پوځي عملیات، د لوړپوړو ایراني مشرانو او قوماندانانو له وژنې سره یو ځای، کولای شي د حکومت ضد لاریونونو نوې څپه راپورته کړي او ان د رژیم د سقوط لامل شي.
خو داسې ونه شول.
هغه لاریونونه چې د جګړې له پیل مخکې یې ایران لړزاوه، په لویه کچه له سړکونو ورک شول. امنیتي ځواکونو کنټرول سخت کړ، نیونې زیاتې شوې او ځینې اعدامونه هم ترسره شول. په ورته وخت کې، دولتي رسنیو په څو ښارونو کې د حکومت پلوي غونډې او لاریونونه په پرلهپسې ډول خپرول.

د عکس سرچینه، Iranian Parliament Speaker Office/Handout/Anadolu via Getty Images
د ایران د پارلمان مشر او اصلي مذاکراتي استازي محمد باقر قالیباف په دې وروستیو کې لیکلي: "موږ ښه پوهېږو چې د اوسني وضعیت دوام د امریکا لپاره د زغملو نه دی، په داسې حال کې چې موږ لا تر اوسه ان پیل هم نه دی کړی."
د ایران د مشرتابه لپاره، یوازې بقا موندل کېدای شي خپله بریا وګڼل شي، په ځانګړي ډول ځکه چې تهران هم د امریکا پر پوځي اډو او د سیمې پر ملکي زیربناوو- او همدارنګه په اسراییل کې- د اوښتو زیانونو ته اشاره کوي.
له همدې امله تهران داسې نه ښکاري چې د جګړې له یوې بلې دورې د مخنیوي لپاره بېصبره وي. ایراني چارواکي باور لري چې هېواد یې د اقتصادي فشار، پوځي فشار او اوږدو جګړو د زغملو تر ټولو لوړه توان لري نسبت خپلو سیالانو ته.

د عکس سرچینه، Asghar Besharati/Getty Images
دوی دا باور هم لري چې د هرمز تنګي تړل کېدو وښودله ایران لا هم پر نړیوال اقتصاد څومره اغېزناک ځواک لري. دغه سمندري لار یوازې د انرژۍ د لېږد یوه مهمه نقطه نه ده، بلکې د هغې ګډوډي پر بېړیو چلن، د خوړو رسولو، د بیمې لګښتونو او پراخ نړیوال سوداګرۍ هم اغېز کوي. ایران اوس د هرمز بیا پرانېستل د امتیاز ورکولو په توګه نه، بلکې د یوې مذاکراتي وسیلې په توګه ګوري.
دا حالت کېدای شي د سیمې لپاره لا پراخې پایلې ولري. ایران ښايي له دې شخړې وروسته ځان پیاوړی وبولي، په ځانګړي ډول د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې چې هلته د امریکا پوځي اډې موجودې دي یا یې په غیر مستقیم ډول د امریکا او اسراییل عملیاتو ملاتړ کړی دی.

د عکس سرچینه، NurPhoto via Getty Images
په دې معنا نه چې ایران هر هغه څه ترلاسه کړي دي چې غوښتل یې. هېواد ته سخت زیانونه اوښتي، لوړپوړي پوځي مشران او مهمې زیربناوې له منځه تللي، او لا هم تر شدید اقتصادي فشار لاندې دی چې ښايي د لاریونونو د بیا راپورته کېدو سبب شي. امریکا او اسرائیل هم وښودله چې کولای شي د پرمختللو وسلو او استخباراتي وړتیاوو په وسیله د ایران دننه ژور بریدونه وکړي.
خو جګړې تل یوازې په ډګر نه ټاکل کېږي.
دا شخړه ښايي په پای کې د جګړې له پای ته رسېدو نه، بلکې د هغو مذاکراتو له پایلو وڅېړل شي چې د جګړې د ختمېدو لپاره کېږي. که واشنګټن ایران دې ته اړ کړي چې د اټومي پروګرام په اړه مهم امتیازات ورکړي، امریکا به دا خپله بریا وبولي. که تهران خپل سیمهییز نفوذ وساتي او د خپل اټومي پروګرام بشپړ درول ونه مني، ایران به بیا ځان بریالی وګڼي.
اوس مهال دواړه خواوې خپلو خلکو ته وايي چې دوی بریالي شوي دي. رښتینی ځواب به ښايي یوازې هغه وخت څرګند شي کله چې مذاکرات پای ته ورسېږي- که دواړه لوري واقعاً د خبرو مېز ته کښېني او تر پایه پورې هلته پاتې شي.
















