د جلا وطنو افغان مېرمنو فوټبال لوبډلې لومړنۍ نړیواله لوبه وکړه

.
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د نیوزلنډ په اوکلنډ ښار کې د افغان جلا وطنو مېرمنو فوټبال لوبډلې خپله لومړنۍ لوبه د کوک جزیرو له لوبډلې سره درلوده چې په یوه صفر د کوک جزیرو لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.

زموږ همکاره محجوبه نوروزي چې د دغو لوبو د پوښښ لپاره اوکلنډ ته تللې وايي، که څه هم افغان لوبډلې لوبه وبایلله خو تر پایه یې لوبېده هیله بخښونکي وو.

دا د فیفا له لوري رسمیت پېژندنې سره د (افغان یونایټیډ ومن) لوبډلې لومړنۍ تاریخي لوبه وه.

د دې لوبډلې لوبغاړې تر ډېره افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال له بدلون وروسته له هېواده ووتلې او په بېلابېلو هېوادونو کې مېشتې شوې. اوسمهال د دوی ډېرې یې په استرالیا، نیوزلنډ او بریتانیا کې مېشتې دي.

دوی دې موده کې د افغان مېرمنو د فوټبال حقونو او په نړیوالو دریځ یې د شتون لپاره پراخې هڅې کولې.

فیفا همدا روان کال د خپلو تګلارو پر تعدیل سره افغان یونایټیډ ومن لوبډلې ته د لوبې موکه ورکړه چې دوی وکولی شي نړیوالو لوبغالو ولیدل شي. دې خبر سره د لوبو ډګر کې یوه داسې هیله رادبره شوه چې افغان مېرمنې په داسې یوه حالت کې چې افغانستان کې د طالبانو حکومت له نړیوالو سره په ډېر تعامل کې نه دی او د مېرمنو پر وړاندې محدودیتونه سخت شوي، دوی به وکړای شي خپل حضور په نړیواله کچه وساتي.

.

ډېرو افغانانو لپاره، افغان ومن یوناییټیډ لوبډله د لوبو ډګر کې د افغان مېرمنو پر یوې استازې لوبډلې بدله شوې.

د دوی لومړنۍ لوبه هم له یوې مهمې لوبډلې سره وه. د کوک جزیرو لوبډله د اوقیانوس سیمې یوه له تر ټولو پخوانیو لوبډلو بلل کېږي چې کلونه کلونه یې د دې سیم سیالیو کې ګډون کړی او پرلپسې تمرین کوي.

که څه هم د دوی لومړنۍ مخامخېدا د کوک جزیرو په ګټه شوه خو په خپله د دې لوبو رابلل کېده د افغان مېرمنو لپاره یوه بریال بلل کېږي. یوه داسې لوبه چې ډېرو ته له کلونو لرې والي او هڅو وروسته، نړیوالو لوبو ته د افغان مېرمنو د بیا ستنېدا نښه ده.