د روغتیا نړیوال سازمان: د تنباکو کارول هر کال په نړۍ کې اته میلیونه کسان وژني
د روغتیا نړیوال سازمان: د تنباکو کارول هر کال په نړۍ کې اته میلیونه کسان وژني
د خپرېدو وخت
د روغتیا نړیواله ټولنه وايي، په افغانستان کې په هرو څلورو لویانو کې یو له تنباکو جوړ شیان لکه نسوار یا سکریټ کاروي.
په افغانستان کې د دې ټولنې استازي یکشنبه د می ۳۱مه د تنباکو نه کارولو د نړیوالې ورځې په تړاو ویلي، چې د تنباکو له زیانونو د افغانستان ژغورل د ټولو ګډ مسؤولیت دی.
له تنباکو جوړ توکي د خولې او سږو د سرطان او همداراز د زړه او سږو د نورو ناروغیو په ګډون د بېلابېلو رنځونو لامل بلل کېږي.
نور حال د عصمت بهیر په دې رپوټ کې وینو او اورو.



