د پېښور اوسېدونکي دغلته د امریکا د کونسلګرۍ تړل کېدو په اړه څه وايي؟

د پېښور اوسېدونکي دغلته د امریکا د کونسلګرۍ تړل کېدو په اړه څه وايي؟

د پېښور اوسېدونکي دغلته د امریکا د کونسلګرۍ د تړل کېدو په تړاو بېلابېلې تبصرې کوي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي‌ په پېښور کې کونسلګري د خپلو دېپلوماتانو خوندیتوب لپاره تړي.

دغه وزارت تېره ورځ یوه اعلامیه کې ویلي، چې د خیبر پښتونخوا اړوندې دېپلوماتیکې چارې به په اسلام اباد کې د دوی له سفارته مدیریت کېږي.‌

د یادونې ده چې د روان کال مارچ میاشت کې تر هغې وروسته شاخوا لس کسان ووژل شول، چې سلګونو احتجاج کوونکو د امریکا او اسرائيل برید کې د ایران د روحاني مشر ایت‌الله عالي خامنه‌يي تر وژل کېدو وروسته کراچۍ کې د امریکا پر سفارت چپاو ور وړ.