BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
اسرائیلو کریټ ټاپو ته څېرمه د غزې مرستندویه بېړۍ درولې او ۱۷۵ فعالان یې ونیول
فلسطین پلوه فعالانو ویلي، هغه ۲۲ کښتۍ چې د غزې لپاره یې مرستې لېږدولې، د اسرائیلي ځواکونو له خوا د یونان د کریټ ټاپو ته نژدې په نړیوالو اوبو کې درول شوې دي. د "ګلوبل صمود فلوټیلا" (GSF) تنظیموونکو دا اقدام "سمندري غلا" بللې او ویلي یې دي، هغه کسان چې په کښتیو کې سپاره وو، له غزې څه باندې ۹۶۵ کیلومتره لرې، په ناقانونه ډول نیول شوي؛ هغه غزه چې د اسرائیلو تر سمندري کلابندۍ لاندې ده.
بریتانیا: افغانستان او پاکستان باید بېرته ډیپلوماسۍ او خبرو ته راوګرځي
د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړی استازی ریچرډ لینزي وايي د طالبانو د حکومت له چارواکو سره یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په اړه خبرې کړې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د خبرو او ډیپلوماسۍ د بیا پیل پر اړتیا ټینګار کړی دی. هغه کابل ته له یوې اونیزې لیدنې وروسته خبریالانو ته وویل چې د طالبانو له چارواکو سره په خپلو لیدنو کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې د بیا پرانیستلو پر اړتیا ټینګار کړی، چې بشري مرستې له پاکستانه افغانستان ته ولېږدېدای شي.
ژوندۍ پاڼه, له ایران سره د امریکا او اسرائیل جګړه؛ د فیفا مشر نړیوال جام کې د ایران پر ګډون ټینګار وکړ
د فیفا مشر ټینګار کړی چې ایران به د ۲۰۲۶ نړیوال جام کې ګډون وکړي او سیالۍ به یې د پلان له مخې په امریکا کې ترسره شي. هغه دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې مهدي تاج او ورسره پلاوی یې، چې کاناډا ته روان وو، دې هېواد ته له ننوتو پرته بېرته له هوايي ډګره استانبول ته ستانه شول او د فیفا په کانګرس کې، چې د بېلابېلو هېوادونو استازي پکې ګډون لري، حاضر نه وو.
نیوزیلنډ کې محکمې د ۵۱ مسلمانانو وژنه کې د ښکېل سړي د بیا کتنې غوښتنه ونه منله
په نیوزلینډ کې محکمې دهغه توکم پاله سپین پوستي د بیا کتنې غوښتنه رد کړې چې د ۲۰۱۹ کال په مارچ کې یې پر دوو جوماتونو بریدونو کې ۵۱ کسان وژلي وو.بریدګر برینټن ټرانټ ته ددې وژنو له امله د عمر بند سزا ورکړ شوې. ده د ۵۱ کسانو پر وژلو اعتراف کړی و او هم یې منلې وه چې د نیوزلینډ په کرایس چرچ ښار کې یې د نورو ۴۰ مونځ کوونکو د وژلو هڅه کوله.
د حماس له لوري د وسلو سپارلو له انکار سره غزه کې جګړه بېرته پیلېږي؟
غزه کې د وسلو د راتلونکي په تړاو د مخ په ډېرېدونکو بحثونو له مخې، د سیاسي محاسبو او د خلکو د سترګو پر وړاندې واقعیتونو ترمنځ لا هم ټکر شته. په خپلو ساده خبرو کې، د غزه ښار په لوېدیځ کې د "الرمال" سیمې یوه اوسېدونکي، طارق ابو دیه چې په "ابو طلال" مشهور دی، له بي بي سي عربي څانګې سره په خبرو کې وویل چې هغه د هغه څه ملاتړ کوي چې "مقاومت" یې بولي، خو هممهاله ټینګار کوي چې په تړانګه کې د جګړې وحشتونه انسان اړ باسي چې "د لوړو ګټو او د وسلو سپارلو په اړه فکر وکړي.
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
ولې دوستانه مصنوعي ځیرکتیا لرونکي چټباټونه ښايي لږ د باور وړ وي
نوې څېړنه ښيي هغه د مصنوعي ځیرکتیا چټباټونه چې له کاروونکو سره د تود، دوستانه او مهربان تعامل لپاره روزل شوي، ښايي د ناسمو معلوماتو وړاندې کولو ډېر احتمال هم ولري.
له ۲۰۲۲ کال راهیسې په لومړي ځل د اومه تېلو بیه رېکارډ کچې ته لوړه شوې ده
په دې تړاو د رپوټونو له خپرېدو وروسته چې د امریکا پوځ ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته د ایران پر وړاندې د راتلونکو احتمالي ګامونو په اړه معلومات ورکوي، په نړیوالو بازارونو کې د اومه تېلو بیه له ۲۰۲۲ کال راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده. د اکسوس خبري ویبپاڼې د راپور له مخې د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) له تهران سره خبرو کې د رامنځ ته شوي ځنډ ماتولو لپاره د "لنډو او ځواکمنو" بریدونو د څپې یو پلان چمتو کړی دی.
د روسیې او بریتانیا استازي کابل ته تللي: د طالبانو له حکومت سره پر څه خبرې شوي او څه غواړي؟
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې پر ورځ وویل، د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ښاغلي ضمیر کابلوف په کابل کې لیده کاته او خبرې کړي. هممهاله ښاغلي متقي د بریتانیا له ځانګړي استازي ريچارډ لينډزي سره ناسته درلوده.
د داود خان د ژوند وروستي ۲۴ ساعتونه
د افغانستان په تاريخ کې د کړکېچ شېبې لږې نه دي، خو د اويايمو کلونو د پاى بحران يې د اوسمهالي تاريخ تر ټولو بوږنوونکې بېلگه بلل کېږي.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۳۰ اپریل ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۳۰ اپریل ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۳۰ اپریل ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.










































