BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي

    کونړ کې د پاکستان بریدونه: ' لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي او د ۳۰ محصلینو په ګډون ۸۰ نور ژوبل دي'

    د افغانستان په ختیځ کونړ ولایت کې سرچینو بي بي سي ته ویلي چې د پاکستان په بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه اوه کسان وژل شوي او ۷۸ نور ژوبل دي. د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان د تېریو غندنې تر څنګ په ملګرو ملتونو غږ کړی چې "د پاکستان نظامي حملې په جدیت وڅیړي، غندنه یې وکړي او ژر تر ژره یې مخه ونیسي."

  • ایران-روسیه

    ژوندۍ پاڼه, د ایران د بهرنيو چارو وزير روسيې ته تللی او ټاکل شوې هلته له پوتين سره د وروستيو پرمختياوو په اړه خبرې وکړې

    ایران وايي، د "جګړې د پای ته رسولو او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره" د سیمې له هېوادونو سره مشوره کوي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د عمان او اسلام اباد له سفر او د قطر او سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره له ټیلیفوني خبرو اترو وروسته د خپل سیمه ییز سفر په وروستۍ پړاو کې روسیې ته تللی دی. په مسکو کې د ایران د سفیر په وینا، ښاغلی عراقچي به سبا دوشنبې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره هم وګوري او کریملین ته به "د خبرو اترو، اوربند او په سیمه کې د پرمختګونو وروستي حالت" په اړه معلومات ورکړي. .

  • افغان طالبان

    د طالبانو حکومت سرچينې وايي سپین بولدک ته نږدې یې غچ اخيستونکو بریدونو کې ۶ پاکستاني سرتېري وژلي

    د افغانستان په سوېل کې د طالبانو حکومت سرچينې وايي د کندهار ولایت اړوند سپين بولدک ته څېرمه یې د پاکستان پر یوه پوسته له هغه وروسته غچ اخيستونکی برید وکړ چې د دوی په وینا د پاکستان پوځ له خوا افغان لوری ته يو ماشوم په ډزو ووژل شو. امنيتي سرچينې وايي، برید تېره شپه شاوخوا لس بجې پیل او نيم ساعت یې دوام وکړ. دوی ادعا کوي چې په ځوابي برید کې یې پاکستاني لوري ته ځاني زيان اړولې یو شمېر سپکې وسلې یې هم ترې نيولې دي.

  • تېلو بیې

    د امریکا اوایران خبرو کې د ځنډ له امله د تېلو بیې لوړې شوې

    له هغې وروسته چې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو دویم پړاو وځنډېد، په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې لوړې شوې دي. د برنټ اومه تېلو بېه له دوه سلنه زیاتوالي سره یو بیرل ۱۰۹ اعشاریه ۳۳ ډالرو ته لوړه شوې. په نړیواله کچه د تېلو نرخونه د برنټ پر بنسټ ټاکل کېږي. د اوونۍ په پیل کې ولسمشر ټرمپ اعلان وکړ چې دویم پړاو خبرو لپاره یې پاکستان ته د امریکايي پلاوي استول ځنډولي دي.

  • واشنګټن

    د واشنګټن مشکوک بریدګر نن محکمې ته وړاندې کېږي، د هغه په اړه څومره پوهېږو؟

    د بي بي سي حقیقت موندنې څانګې موندلې چې الېن د کوم ګوند غړیتوب نه درلود او همداراز بي بي سي ته داسې یو سند هم ورسیدلی چې ښکاره کوي دغه کس په ۲۰۲۴م کال ولسمشریزو ټاکنو کې د کمالا هرېس په ګټه د کمپاین لپاره ۲۵ ډالره شاوخوا (۱۶ سوه افغانۍ) مرسته کړې وه. د کارموندنې په یوه ټولنیزه پاڼه لېنکډېن کول توماس الېن خپل ځان میخانیکي انجینیر، د ګېمونو تنظیمونکی او ښوونکی معرفي کړی دی. د معلوماتو له مخې نوموړي د کلیفورنیا د ټکنالوجۍ پوهنتون کې میخانیکي انجینیري لوستي چې یو له معتبرو پوهنتونونو بلل کېږي.

لنډې ویډیوګانې

  • کونړ
  • جی ډي وېنس
  • USA
  • usa
  • hdvhk
  • عکس
  • Mexico
  • بادغیس
  • USA Central Commad
  • مېږیان
  • کونړ

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ

    ایا ناټو به له امریکا پرته یو باوري ځواک وي؟

    د امریکا او اروپا تر منځ اړیکې يو ځل بيا وروسته له هغه تر فشار لاندې راغلې چې اروپايي هېوادونو له ایران سره د امریکا او اسرائیلو په جګړه کې له فعال ګډونه انکار وکړ. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمب په پرلپسې ډول مرکو او د ټولنيزو شبکو له لارې له اروپايي متحدانو خپله ناخوښي څرګنده کړې او ان ګواښ یې کړی چې له اوږدمهاله پوځي تړون (ناټو) به ووځي.

  • مشکوک بریدګر

    د سپینې ماڼۍ د خبریالانو پر مېلمستیا بریدګر څوک دی او څنګه هلته ورسېد؟

    د واشنګټن د پولیسو مشر جیفري سي کارول ویلي چې یاد کس په همدې هوټل کې چېرې چې دا کلنۍ غونډه رابلل شوې وه د میلمه په توګه اوسېده. چارواکو دا هم ویلي چې د یاد بریدګر اصلي استوګنځي ته هم قانون پلي کوونکې ادارې رسېدلې او پلټنې روانې دي. د واشنګټن ښاروال ویلي چې ' نیول شوی شکمن کس اوس د پولیسو تر څار لاندې په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې دی.'

  • زموږ مغز نشي کولی په یوه وخت کې د یوې منظرې ټول شیان وارزوي. پر ځای یې د تمرکز پر وړتیا تکیه کوي.

    ولې کله ناکله مخې ته پراته شیان نه شو موندلی؟

    ښايي ګڼ شمېر خلک په دې سره همغږي وي چې ډېری وخت یو کس ټینګار کوي ورک شوی شی یې هر ځای لټولی او نه یې دې موندلی، خو په ورته وخت کې بیا بل کس خونې ته ننوځي او یوازې په یو لنډ نظر هماغه شی ومومي. بیا وايي: "دا خو دې مخې ته پروت دی." دا په دې معنی ده چې د دغو دوو کسانو مغز د یوې موضوع په اړه په بېله طریقه کار کوي. په ورځني ژوند کې د شیانو موندل زموږ په بصري یا د لید لټون وړتیا پورې تړلي دي او په زړه پورې خبره دا ده چې زموږ مغز په دې برخه کې ډېر ښه کار نه کوي.

  • غوماشی لیدل کېږي

    د ملاریا نړیواله ورځ: هر کال زرګونه افغانان پرې اخته کېږي

    نن د اپرېل ۲۵مه د ملاریا خطرناکې خو مخنیوي وړ ناروغۍ یادونې ته ځانګړې شوې. د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، ملاریا هر کال په ټوله نړۍ کې، په ځانګړې توګه په افریقا کې، د سلګونو زرو انسانانو ژوند اخلي او په میلیونونو نور نور په سختۍ ناروغه کوي.

  • ثریا خپل لاسونه د فیزیوتراپۍ لپاره روغتیاپالې ته وړاندې کړي دي. ثریا تور ماسک پرمخ، ګلابي رنګه ټېکرۍ یې تر ځان چاپېر او ځېګري رنګه کالي اغوستي دي. فیزیوتراپېسته بیا د ډاکټرې په چپنه کې خړبخون ټېکری پر سر د ثریا مخ ته ولاړه ده او د هغې یو لاس یې په لاس کې نیولی دی. په کوټه کې دوه چپرکټ او بخارۍ هم ښکاري او په دېوال کې کالي راځوړند دي.

    له معلولیته تر ځان بسیاینې؛ د معلولو افغان ښځو ژوند ځينو مرستندویه بنسټونو څنګه بدل کړی؟

    افغانستان چې لسیزو جګړو، بې‌وزلۍ او بې‌ثباتۍ یې ټولنیز او خدماتي بنسټونه زیانمن کړي دي، معلولې ښځې پکې له ټولنې بېخي څنډې ته شوی ژوند لري. دوی د ټولنې هغه برخه ده چې که یو خوا د خپل ښځينه‌توب له کبله له توپيري چلند سره مخ دي نو بلخوا له ټولنیزو محدودیتونو او معلولیتونو هم ځورېږي. اوس چې افغانستان ته نړیواله پام‌لرنه او پرې د مرستندویه بنسټونو مالي سرچینې کمې شوې دي، د دغو ښځو ژوند تر بل هر وخت ډېر د هېرېدو له ګواښ سره لاس او ګرېوان دی.

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۷ اپریل ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۲۷ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي