BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • خامنه‌اي

    ژوندۍ پاڼه, مجتبیٰ خامنه‌اي: امریکا په خپل پلان کې شرموونکې ماتې خوړلې

    د ایران ستر مذهبي مشر مجتبیٰ خامنه‌اي ادعا کړې چې امریکا په خپل رنګ کې کوټ شوې او "شرموونکې ماته" یې خوړلې ده. د خامنه‌اي دا پیغام په داسې حال کې خپرېږي چې ځينو امریکايي رسنیو خبر ورکړی چې ټاکل شوې ډونلډ ټرمپ نن پنجشنبه پر ایران د تازه برید لپاره نوي پوځي پلانونه یا جنګي نقشه ترلاسه کړي. نن د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم ویلي چې د ایران پر بندرونو د امریکا سمندري کلابندي به په خلیج کې ناامني نوره هم ډېره کړي او ګواکې له دې سره امریکا خپلو موخو ته نه شي رسېدلی.

  • د ۲۰۱۹ کال په مارچ کې پر النور جومات له برید وروسته نیوزلینډ کې د وسلو ساتلو قانون سخت شو

    نیوزیلنډ کې محکمې د ۵۱ مسلمانانو وژنه کې د ښکېل سړي د بیا کتنې غوښتنه ونه منله

    په نیوزلینډ کې محکمې دهغه توکم پاله سپین پوستي د بیا کتنې غوښتنه رد کړې چې د ۲۰۱۹ کال په مارچ کې یې پر دوو جوماتونو بریدونو کې ۵۱ کسان وژلي وو.بریدګر برینټن ټرانټ ته ددې وژنو له امله د عمر بند سزا ورکړ شوې. ده د ۵۱ کسانو پر وژلو اعتراف کړی و او هم یې منلې وه چې د نیوزلینډ په کرایس چرچ ښار کې یې د نورو ۴۰ مونځ کوونکو د وژلو هڅه کوله.

  • یوه ګواټه وسلې پر ځمکه پراته دي، په داسې حال کې چې د حماس وسلوال لمونځ ادا کوي.

    د حماس له لوري د وسلو سپارلو له انکار سره غزه کې جګړه بېرته پیلېږي؟

    غزه کې د وسلو د راتلونکي په تړاو د مخ په ډېرېدونکو بحثونو له مخې، د سیاسي محاسبو او د خلکو د سترګو پر وړاندې واقعیتونو ترمنځ لا هم ټکر شته. په خپلو ساده خبرو کې، د غزه ښار په لوېدیځ کې د "الرمال" سیمې یوه اوسېدونکي، طارق ابو دیه چې په "ابو طلال" مشهور دی، له بي بي سي عربي څانګې سره په خبرو کې وویل چې هغه د هغه څه ملاتړ کوي چې "مقاومت" یې بولي، خو هممهاله ټینګار کوي چې په تړانګه کې د جګړې وحشتونه انسان اړ باسي چې "د لوړو ګټو او د وسلو سپارلو په اړه فکر وکړي.

  • یو کس موټر ته تېل اچوي

    له ۲۰۲۲ کال راهیسې په لومړي ځل د اومه تېلو بیه رېکارډ کچې ته لوړه شوې ده

    په دې تړاو د رپوټونو له خپرېدو وروسته چې د امریکا پوځ ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته د ایران پر وړاندې د راتلونکو احتمالي ګامونو په اړه معلومات ورکوي، په نړیوالو بازارونو کې د اومه تېلو بیه له ۲۰۲۲ کال راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده. د اکسوس خبري ویب‌پاڼې د راپور له مخې د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) له تهران سره خبرو کې د رامنځ ته شوي ځنډ ماتولو لپاره د "لنډو او ځواکمنو" بریدونو د څپې یو پلان چمتو کړی دی.

  • kabul

    ویرجینیا کې محکمې یو افغان د ۲۰۲۱ کال کابل هوايي ډګر له برید سره د تړاو په تور محکوم کړ

    یوه فدرالي منصفه پلاوي د چهارشنبې په ورځ د امریکا په ویرجینیا کې یو افغان په دې تور محکوم کړ چې له یوې ترهګرې ډلې سره د مادي ملاتړ د برابرولو د توطیې برخه و، چې دا قضیه د ۲۰۲۱ کال د کابل هوايي ډګر د ځانمرګي برید سره تړاو لري.

لنډې ویډیوګانې

  • بدخشان نجونې
  • clouds
  • مهریه اشفته
  • trump
  • gaza
  • کونړ
  • جی ډي وېنس
  • USA
  • usa
  • عکس

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي