BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
روسیې له افغانستان او پاکستانه غوښتي چې "نظامي شخړه" و دروي او ستونزه په خبرو حل کړي
د روسیې بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر روانې ترینګلتیا اندېښنه ښودلې او له دواړو لورو یې غوښتي چې "نظامي شخړه پای ته ورسوي او خپلمنځي مسئله له سیاسي او ډېپلوماتیکو لارو حل کړي". د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، دغه وزارت په خپله اعلامیه کې پر افغانستان د پاکستان بریدونه "یوه غمجنه پېښه" بللې او له دواړو لورو یې غوښتنه کړې چې د خپلو "اوږدمهاله اختلافونو" د حل لپاره له ډېپلوماسۍ کار واخلي.
په قطر کې د امریکا او ایران ترمنځ غیر مستقیم مذاکرات
رویټرز ته یوې سرچینې ویلي، د قطر په دوحه کې د امریکا او ایران ترمنځ غیر مستقیمې خبرې روانې دي. د دغې سرچینې په خبره دا خبرې د قطر او پاکستان په منځګړیتوب کېږي. دغه سرچینه وایي، د امریکا ځانګړي استازي سټېو وېټکاف او د ولسمشر زوم د قطر له لومړي وزیر سره لیدلي وو چې دا غیر مستقیم مذاکرات وشي خو د راپورنو له مخې دوی په دغو خبرو کې نه دي.
څنګه خپل ماشومان د سبزیو خوړولو ته وهڅوو؟
په کورونو کې مو پام شوی چې کله نا کله ماشومان ترکاري نه خوري. د سبزیو خوړولو ته د دوی هڅول کله وارې ډېر ستونزمن وي. یو لامل یې دا دی چې ماشومان په ډېر کم عمر کې د خوږو شیانو خوړولو باندې روږدې کېږي او هغه خوښوي. په دې شاید تاسې پوه نه شئ چې ان د مور شیدې هم یو څه اندازه خوږه لوړې دي.
د کرېکټ شپږیزه لیګ سیالیو پیل؛ امو نهنګان په پرانېستلوبه کې بند امیر ته ماته ورکړه
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي چې د کرېکټ شپږیزه لیګ د یوولسم پړاو سیالۍ نن چهارشنبه (چنګاښ ۱۰/جولای ۱) په خوست کې پیل شوې. سږ کال لومړی ځل دی چې دا لوبې له نورو کلونو سره په توپير چې په پلازمېنه کابل کې به کېدې، په خوست کې کېږي. هلته ورته د (رحمت ولي مسرور کرېکټ لوبغالی) ځانګړی شوی دی.
د پاکستان لاهور کې د یوه ښوونیز مرکز د چت نړېدلو پېښه کې ۱۴ ماشومان مړه شوي
د پاکستان لاهور ښار کې لږترلږه ۱۴ ماشومان د سېشنبې پر ورځ (د جون۳۰) تر هغې وروسته مړه شوي، چې د یوه ښوونیز مرکز چت پرې رانړېدلی دی. په دې پېښه کې د وژل شویو ماشومانو په اړه ویل شوي چې د ۵ او ۹ کلونو تر منځ عمر لري. دا پېښه د لاهور ښار سویل کې د 'بستي عیدګاه، کهنه نو' په نوم یوه ګڼ مېشته خو بېوزله سیمه کې شوې ده.
د ۲۰۲۶ نړیوال جام: لوبې او پایلې
د ګول وهلو زړه پورې شېبې، پایلې او بل پړاو ته د لوبډلو لار موندل
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
په څمکنیو کې د پاکستان هوایي برید کې د وژل شوي اسلم خان له کیسې خبر یئ؟
"بیا مې لیدل اسانه نه دي-که مې ملګري په مزار مات کړي سرونه قبر سوری کړه حال مې واخله-رټ مې خوږېږي د مرمیو پرهرونه" دا د اسلم خان د خولې هغه لنډۍ ده چې ده پرخپل ټېکټاک په یوه ویډيو کې ویلې ده خو خبر نه و چې دا خبره یې په حقیقت بدلېږي او دی به د پاکستان په یوه برید کې وژل کېږي.
د طالبانو حکومت ته د اشرف غني ګوتڅنډنه: "هغه امنیت چې په ویاړ یې یادونه کېده، چېرته دی؟"
د افغانستان مخکینی ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغانستان "داسې یوې انزوا ته پورې وهل شوی" چې نه یې څوک غږ اوري او نه یې شکایت ته څوک غوږ نیسي. هغه دا څرګندونې په پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو د پاکستان د وړمې شپې(د جون ۲۹مه) بریدونو ته په غبرګون کې کړې. ښاغلي غني په ایکس کې په خپره کړې وینا پاڼه کې لیکلي، "د پاکستان پرله پسې تېري داسې ترسره کېږي لکه په نړۍ او سیمې پورې چې هېڅ اړه ونه لري،" ځکه د ده په وینا "هېواد په لوی لاس یوې تیارې ګوښې کې، له نړۍ سره له راشه درشه خلاصې انزوا کې ساتل کېږي."
ملګري ملتونه: ملکي وګړي او ځایونه باید په نښه نه شي
افغانستان کې د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو ته د نړیوالو غبرګونونو لړۍ دوام موندلې. د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجارېک ویلي د دغې ادارې عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش افغانستان کې د ولسي وګړو د مرګژوبلې په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او د ناپوځي بنسټونو او ولسي وګړو پر خوندیتابه یې ټینګار کړی. ویاند زیاته کړې د تېرې یکشنبې په څېر بریدونه د کورنیو د بې ځایه کېدو لامل ګرځي او مرستندویې ادارې د بېړنیو مرستو د رسونې او زیانمنو شویو د اړتیاو پر ارزونې بوختې دي.
برېتانیا: له پناه غوښتونکو به نژدې "۱۰ زره پاونډه" بېرته واخیستل شي
په برېتانیا کې د کډوالۍ د نویو مقرراتو له مخې له هغو کسانو چې په دې هېواد کې ورته پناه ورکول کېږي، د دندې له موندلو وروسته شاوخوا "لس زره پونډه" بېرته اخیستل کېږي. دا پیسې د استوګنې او مالي ملاتړ د لګښتونو په بدل کې له یادو کډوالو بېرته اخیستل کېږي. د نوي مقرراتو له مخې، چې د کډوالۍ او پناه غوښتنې په راتلونکې لایحه کې شامل دي او د سې شنبې پر ورځ به پارلمان ته وړاندې شي، هغه بالغ کسان چې کافي مالي وس لري، له هغوی به وغوښتل شي چې دا پیسې د وخت په تېرېدو سره د قسطونو په بڼه بېرته حکومت ته ورکړي.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۱ جولای ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱ جولای ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۳۰ جون ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۳۰ جون ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
















































