BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • یو پوځي دشتکې ته په رېنجر ګاډي کې ناست دی او د دشتکې خوله یې اسمان ته نیولې چې مرمۍ ترې راځوړندې دي.

    روسیې له افغانستان او پاکستانه غوښتي چې "نظامي شخړه" و دروي او ستونزه په خبرو حل کړي

    د روسیې بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر روانې ترینګلتیا اندېښنه ښودلې او له دواړو لورو یې غوښتي چې "نظامي شخړه پای ته ورسوي او خپل‌منځي مسئله له سیاسي او ډېپلوماتیکو لارو حل کړي". د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، دغه وزارت په خپله اعلامیه کې پر افغانستان د پاکستان بریدونه "یوه غمجنه پېښه" بللې او له دواړو لورو یې غوښتنه کړې چې د خپلو "اوږدمهاله اختلافونو" د حل لپاره له ډېپلوماسۍ کار واخلي.

  • ګولونه

    د فوټبال نړیوال جام حذفي پړاو کې د ناروې، فرانسې، مکسیکو بریا او د اېمباپې نوی ریکارډ

    مکسیکو چې د امریکا متحدو ایالتونو او کاناډا سره د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام شریک کوربتوب کوي، نن چارشنبې سهار وختي د حذفي پړاو سیالۍ کې اېکوادور ته د صفر پر وړاندې په دوو ګولونو ماته ورکړه او د ۱۶ لوبډلو پړاو ته یې لار ومونده. دا لوبه د مکسیکوسېټي فوټبال لوبغالي کې کېده.

  • پاکستان

    د پاکستان لاهور کې د یوه ښوونیز مرکز د چت نړېدلو پېښه کې ۱۴ ماشومان مړه شوي

    د پاکستان لاهور ښار کې لږترلږه ۱۴ ماشومان د سې‌شنبې پر ورځ (د جون۳۰) تر هغې وروسته مړه شوي، چې د یوه ښوونیز مرکز چت پرې رانړېدلی دی. په دې پېښه کې د وژل شویو ماشومانو په اړه ویل شوي چې د ۵ او ۹ کلونو تر منځ عمر لري. دا پېښه د لاهور ښار سویل کې د 'بستي عیدګاه، کهنه نو' په نوم یوه ګڼ مېشته خو بې‌وزله سیمه کې شوې ده.

  • د عکس په ښۍ خوا کې اسلم خان په اوبرنګه کالیو او جګري رنګه واسکټ کې ناست دی او د عکس چپ لور ته د برید ښکار شوی کور ویجاړ برېښي.

    په څمکنیو کې د پاکستان هوایي برید کې د وژل شوي اسلم خان له کیسې خبر یئ؟

    "بیا مې لیدل اسانه نه دي-که مې ملګري په مزار مات کړي سرونه قبر سوری کړه حال مې واخله-رټ مې خوږېږي د مرمیو پرهرونه" دا د اسلم خان د خولې هغه لنډۍ ده چې ده پرخپل ټېکټاک په یوه ویډيو کې ویلې ده خو خبر نه و چې دا خبره یې په حقیقت بدلېږي او دی به د پاکستان په یوه برید کې وژل کېږي.

  • وېټکاف او کوشنر

    په قطر کې د ایران او امریکا ترمنځ غونډه کېږي؟

    قطر وایي، د ډونلډ ټرمپ لوړپوړي استازي په دوحه کې دي، خو د ایران او امریکا ترمنځ د لوړې کچې کومه غونډه نه ده پلان شوې. د قطر بهرنیو چارو وزارت ویاند، ماجد الانصاري وايي، د ټرمپ استازي سټېو وېټکاف او جراډ کوشنر دوحې ته له منځګړو سره د لیدنې او د ''سیمه‌ ییزو موضوعاتو'' په اړه د خبرو لپاره راغلي دي.

د ۲۰۲۶ نړیوال جام: لوبې او پایلې

د ګول وهلو زړه پورې شېبې، پایلې او بل پړاو ته د لوبډلو لار موندل

فوټبال نړیوال جام ۲۰۲۶

Skip لنډې ویډیوګانې and continue reading

لنډې ویډیوګانې

  • پاکي
  • ګوربت
  • a woman
  • پکتیا کې یو ځايي اوسېدونکی د برید حال وايي
  • Reuters
  • پکتیا، څمکني
  • په فضا کې ماشوم انځور
  • ایران کې تازه بریدونه
  • کراچۍ
  • Reuters/Getty Images

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • اشرف غني

    د طالبانو حکومت ته د اشرف غني ګوتڅنډنه: "هغه امنیت چې په ویاړ یې یادونه کېده، چېرته دی؟"

    د افغانستان مخکینی ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغانستان "داسې یوې انزوا ته پورې وهل شوی" چې نه یې څوک غږ اوري او نه یې شکایت ته څوک غوږ نیسي. هغه دا څرګندونې په پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو د پاکستان د وړمې شپې(د جون ۲۹مه) بریدونو ته په غبرګون کې کړې. ښاغلي غني په ایکس کې په خپره کړې وینا پاڼه کې لیکلي، "د پاکستان پرله پسې تېري داسې ترسره کېږي لکه په نړۍ او سیمې پورې چې هېڅ اړه ونه لري،" ځکه د ده په وینا "هېواد په لوی لاس یوې تیارې ګوښې کې، له نړۍ سره له راشه درشه خلاصې انزوا کې ساتل کېږي."

  • په پکتیا کې د پاکستان برید

    ملګري ملتونه: ملکي وګړي او ځایونه باید په نښه نه شي

    افغانستان کې د پاکستان د وروستیو هوايي‌ بریدونو ته د نړیوالو غبرګونونو لړۍ دوام موندلې. د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجارېک ویلي د دغې ادارې عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش افغانستان کې د ولسي وګړو د مرګژوبلې په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او د ناپوځي بنسټونو او ولسي وګړو پر خوندیتابه یې ټینګار کړی.‌ ویاند زیاته کړې د تېرې یکشنبې په څېر بریدونه د کورنیو د بې ځایه کېدو لامل ګرځي او مرستندویې ادارې د بېړنیو مرستو د رسونې او زیانمنو شویو د اړتیاو پر ارزونې بوختې دي.

  • په پکتیا کې د پاکستان برید

    ملګري ملتونه: په افغانستان کې د پاکستان په بریدونو کې ملکیان په نښه شوي

    په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویې استازولۍ، یوناما، ویلي چې پر پکتیا، پکتیکا، او کونړ ولایتونو یې د پاکستان د دوشنبې شپې هوايي بریدونو کې د لږ تر لږه اته ویشتو ملکي وګړو د وژل کېدو او د نژدې پنځوسو نورو د ټپي کېدو پخلی کړی دی. دې ادارې په یوه ویناپاڼه کې ویلي، چې دا لومړنۍ شمېرې دي او د لوړېدو امکان یې شته. یوناما نړیوال بشري قانون ته د درناوي او د ولسي وګړو د خوندیتابه غوښتنه کړې ده.

  • کوټه - د جبري بې‌درکه کسانو کمپ کې د نادیه بلوڅ خبري کنفرانس

    د ماه رنګ بلوڅ خور: هغه کسان هم نیول کېږي چې ملاتړ ته راځي یا اوبه راکوي

    د بلوڅ یووالي کمېټې د مشرې ماه رنګ بلوڅ خور نادیه بلوڅ یکشنبه (جون ۲۸مه) د جبري بې‌درکه شویو کسانو موندلو لپاره په کوټه کې جوړ شوي احتجاجي کمپ کې په یوه خبري کنفرانس کې برخه واخیسته. له هغې سره ځینې وکیلان،‌ د بشري حقونو فعالان او د څو سیاسي ګوندونو ځايي مشران هم مله وو. دا خبري کنفرانس داسې حال کې ترسره کېده چې د کمپ شاوخوا د پولیسو ګڼ شمېر ځواکونه ځای پر ځای او د زندان یو موټر هم وروستل شوی و.

  • درس: منځنۍ دورې لپاره آنلاین زده کړې

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱ جولای ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۳۰ جون ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي