'د روسانو د خوندیتابه لپاره له طالبانو سره اړیکه'

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډیلي ټایمز لیکي روسیه له طالبانو سره اړیکي او د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د خپلو اتباعو د خوندیتابه او د سولې خبرو اترو لپاره له دغې ډلې سره په اړیکه کې دی.
د خپرېدو وخت

برتانوۍ ډیلي مېل ورځپاڼه لیکي دفاع وزیر وايي هېواد یې په نړۍ کې بد خلک بریاليتوب ته نه پرېږدي او د طالبانو اړوندو ورانکارو کسانو له خوا د کېدونکو زور زیاتي مخه به نیول کېږي.

ورځپاڼه په همدې تړاو زیاتوي، په افغانستان او عراق کې د برتانیا ښکېلتیا ته د پړې ګوته نیول کېږي، خو تل داسې نه ده چې حتماً دي فزیکي ځواک موجود وي، بلکې د غیزفزیکي حضور خبره هم مهمه ده، ورځپاڼه زیاتوي د افغانستان کشاله له طالبانو سره له خبرو پرته نه شي هوارېدای.

ډیلي ټایمز لیکي پاکستان د افغانستان د سولې په تړاو کې د مسکو په جوړېدونکې غونډه کې برخه اخلي. ناتایید شوي راپورونه وايي دا غونډه د روانې اونۍ په پای کې کېږي، خو لا ددې خبرې رسمي پخلی نه دی شوی.

ډیلي ټایمز لیکي روسیه له طالبانو سره اړیکي او د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د خپلو اتباعو د خوندیتابه او د سولې خبرو اترو لپاره له دغې ډلې سره په اړیکه کې دی.

ډان ورځپاڼه خپله سرمقاله کې لیکي د پاکستان له خوا د طالبانو د جګپوړي مشر ملا عبد الغني برادر خوشي کول به په افغانستان کې د سولې په هڅو کې چې لا هم په لومړیو پړاوونو کې دي، مرسته وکړي.

د ورځپاڼې په وینا، د پاکستان له خوا دا ګام داسې باور رامنځته کولی شي چې ښايي په نسبتاً نژدې وخت کې د سولې په برخه کې جدي پرمختګ وشي، خو ورځپاڼه زیاتوي پاکستان په دې برخه کې نور څه هم کولی شي،

خلیلزاد

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، خلیلزاد ویلي، افغانستان کې سوله د پاکستان په ګټه ده

ورځپاڼه هغو راپورنو ته هم اشاره کوي چې وايي ملا برادر د قطر د بهرنیو چارو وزیر په غوښتنه چې په دې وروستیو کې اسلام آباد ته راغلی و خوشی شوی دی.

په دې برخه کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد رول هم د پام وړ بولي.

جاپان ټایمز د چین او جاپان ټایمز اړیکو ته کتنه کړې او زیاتوي چی آیا چین ته د جاپان د لومړي وزیر شینزو ابې وروستی سفر او هلته له دغه هېواد سره د اړیکو د نوي څپرکي پرانیستل په دې معنی دی چې جاپان غواړي د امریکا پر تله چین ته ډیر نږدې شي.

په همدې تړاو ورځپاڼې د ځینو کارپوهانو نظرونه راخیستي چې غوښتنه کوي جاپان ته په کار ده چې د سوداګرۍ په برخه کې چین همغاړی شي او په دې توګه پر امریکا فشار راوړي چې د سوداګرۍ په برخه کې د لاډېرو فشارونو په اړه احتیاطه کارواخلي، خو حکومتي چارواکي دا ډول یو امکان ردوي.