په کوټه کې اورګاډي ته څېرمه د چاودنې له کبله لږ تر لږه ۲۰ تنه وژل شوي او لسګونه ټپيان شوي دي

کوټه کې چاودنه
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې د یوې چاودنې له کبله هلته د تېرېدونکي یوه اورګاډي دوې ډبې له پټلۍ اوښتې دي او یوې ډبې ته سخت زيان اوښتی دی.

په کوټه کې د پولیسو یوه چارواکي د بي بي سي خبریال محمد کاظم ته په پېښه کې د لږ تر لږه ۲۰ کسانو د وژل کېدو او ۷۰ تنو د ټپي کېدو پخلی کړی دی.

په هغو ویډیوګانو کې چې له چاودنې وروسته خپرې شوې ليدل کېږي چې د اورګاډي پټلۍ ته نژدې ولاړو ګاډو هم اور اخيستی دی.

بلوڅ بېلتونپالې ډلې یا د بلوڅانو د ازادۍ پوځ (BLA) د چاودنې مسولیت منلی دی. د دې ډلې د ویاند لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ادعا شوې، "یو اورګاډی چې د کوټې له کېنټ څخه یې پوځيان لېږدول په نښه شوی دی."

د پاکستان د رېلوې وزير محمد حنيف عباسي په کوټه کې چاودنه غندلې ده. د یاد وزرات د ویاند له خوا په خپره شوې اعلاميه کې د حنيف عباسي له خولې ويل شوي چې له چاودنې وروسته امنيتي ځواکونو سيمه کلابنده کړې او د ژغورنې عمليات روان دي.

د بلوچستان د کورنيو چارو وزارت د رسنيو چارو مرستيال بابر يوسفزي وايي، د پېښې په اړه معلومات راغونډوي.

کوټه کې چاودنه

د پېښې له ځايه يوه عیني شاهد عرفان خان ويلي، د چاودنې له کبله د اورګاډي دوې ډبې اوښتې او یوه ډبه د اور له کبله سخته زيانمنه شوې ده.

د چاودنې له امله اورګاډي ته څېرمه ځینې ګاډي هم زیانمن شوي. چاودنه دومره لويه وه چې غږ یې په ښار کې تر لرې لرې اورېدل شوی دی.

د چاودنې له امله د کوټې ښار په روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.

کوټه کې چاودنه

د عکس سرچینه، Irfan Khan