د فوټبال د نړیوال جام په تاریخ کې لومړی او وروستی ګول چا وواهه؟

    • Author, ماري-جوزيه القزي
    • دنده, بي بي سي نيوز عربي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۸ دقیقې

د ۱۹۳۰ کال د جولای په لومړیو کې، ۱۳ ملي لوبډلې د سوېلي امریکا یوروګوای ته ورسېدې چې د فوټبال د نړیوال جام په لومړۍ اتلولي کې ګډون وکړي. دا هغه لومړۍ سیالي وه چې د اولمپیک لوبو له چوکاټه بهر ترسره کېده.

د فوټبال د اولمپیک په پروګرام کې د نه شاملولو فکر د تېرې پېړۍ په وروستیو ۱۹۲۰مو کلونو کې پیل شوی و، چې د شوقي او مسلکي لوبغاړو د قوانینو پر سر اختلافات او د امریکا متحده ایالتونو کې د فوټبال د کم محبوبیت له امله و. امریکا هغه وخت د ۱۹۳۲ کال د لاس انجلس اولمپیک ته تیاری نیوه.

دا وضعیت د دې سبب شو چې د هغه وخت د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) مشر جول ریمیه پرېکړه وکړي چې په ۱۹۳۰ کال کې د فوټبال لپاره یوه خپلواکه نړیواله سیالي جوړه کړي.

یوروګوای د کوربه هېواد په توګه وټاکل شو، ځکه چې د هغه ملي لوبډلې په ۱۹۲۴ پاریس اولمپیک او ۱۹۲۸ امسټرډام اولمپیک کې دوه پرله‌پسې د سرو زرو مډالونه ګټلي وو.

دا سیالۍ د ۱۹۳۰ کال د جولای له ۱۳ تر ۳۰ پورې ترسره شوه او ۱۳ له ۱۶ بلل شوو لوبډلو پکې ګډون وکړ.

د سوېلي امریکا له لوري د یوروګوای، ارجنټاین، بولیویا، برازیل، چیلي، پراګوای او پیرو لوبډلو ګډون وکړ. له شمالي امریکا د امریکا متحده ایالتونو او مکسیکو ګډون وکړ. له اروپا بیا بیلجیم، فرانسې، رومانیا او یوګوسلاویا پکې شامل وو.

له آسیا نه د جاپان او (سیام) اوسني تایلنډ لوبډلو ته بلنه ورکړل شوې وه، خو دواړو د سیالۍ له پیل مخکې ګډون لغوه کړ.

له افریقا څخه یوازې د مصر لوبډله بلل شوې وه، خو د مدیترانې سمندر کې د توپان له امله یې سفر وځنډېد او ونه توانېده چې سیالۍ ته ورسېږي.

لومړی ګول چا وکړ؟

د نړیوال جام لومړۍ اتلولي د ۱۹۳۰ کال د جولای په ۱۳مه په مونتویدیو ښار کې په یو وخت دوه لوبو سره پیل شوه. په لومړۍ لوبه کې فرانسې پر مکسیکو ۴–۱ بریا ترلاسه کړه او په دویمه لوبه کې د امریکا متحدو ایالتونو پر بلجیم ۳–۰ بریا خپله کړه.

د فرانسې او مکسیکو ترمنځ په لوبه کې، د فرانسې د منځني میدان لوبغاړی لوسیان لوران- چې هغه مهال ۲۳ کلن و، د نړیوال جام په تاریخ کې داخل شو، ځکه چې هغه د نړیوال جام لومړی ګول وواهه.

لوران د لوبې د لومړۍ نیمایي په ۱۹مه دقیقه کې د یوه هوايي شاټ په وسیله د مکسیکو پر وړاندې ګول وواهه او د سیالۍ د ګولونو لومړی ریکارډ یې پرانیست. دا هغه ټورنمنټ و چې وروسته د نړۍ تر ټولو لوی فوټبال سیالي وګرځېده.

د فیفا د ریکارډونو له مخې، لوران سره له دې تاریخي لاسته راوړنې، په راتلونکو کلونو کې ډېر کم د دې ګول په اړه خبرې کولې، ځکه هغه ډېر شکسته طبیعته و. هغه فرانسوي لوبغاړی د ۲۰۰۵ کال په اپرېل میاشت کې د ۹۷ کلونو په عمر وفات شو، نژدې ۷۵ کاله وروسته له هغه تاریخي ګوله چې نوم یې د نړیوال جام له پیل سره وتاړه.

لوران د خپل هېواد فرانسې ملي لوبډلې لپاره لس ځله لوبه وکړه، وروسته یې خپله د لوبغاړي او روزونکي (کوچ) دنده په یو وخت کې د بزانسون له کلب سره پای ته ورسوله او وروسته یې یو بار (شراب‌خونه) واخیسته. هلته به یې ډېر کم د خپلې هغې لاسته راوړنې یادونه کوله چې نوم یې د نړۍ د مشهور فوټبال ټورنمنټ په تاریخ کې تلپاتې کړی و.

ان کله به یې چې د هغه ګول په اړه خبرې کولې، نو اهمیت به یې کم ښوده او ویل به یې چې د هغه د لوبډلې لوبغاړي ارنسټ لیبیراټي ورته پاس ورکړی و او ده یوازې ګول کړی دی.

د ۱۹۹۰ کال د فیقا نړیوال کپ پر مهال په ایټالیا کې په یوه رسمي ماښامنۍ کې، د لوران زوی مارک څرګنده کړه چې پلار یې د دې تاریخي لاسته راوړنې په اړه تقریباً هېڅ نه و ورته ویلي، پرته له دې چې هغه د فرانسې ملي لوبډلې لپاره لوبېدلی او نړیوال جام کې یې ګډون کړی و.

د فرانسې ملي لوبډله یوروګوای ته د ایټالوي کښتۍ "کونتي وردي" (Conte Verde) په وسیله تللې وه، چې د فرانسې د ریویرا ساحل له ویلیفرانس-سو-میر بندر څخه د ۱۹۳۰ کال د جون په ۱۹مه روانه شوې وه، یعنې د سیالۍ له پیله نژدې یوه میاشت مخکې.

په دې کښتۍ کې د فرانسې، رومانیا او د ملي لوبډلو لوبغاړي سپاره وو، سربېره پر دې د هغه وخت د فیفا مشر او د نړیوال جام بنسټګر جول ریمیه هم ورسره و.

د ۱۹۹۸ کال د فیفا نړیوال جام (چې په فرانسه کې ترسره کېده) له پیل مخکې، لوران له فیفا سره په یوه مرکه کې د یوروګوای سفر جزئیات بیا یاد کړل او ویې ویل چې "هلته رسېدو ۱۵ ورځې وخت ونیو او بېرته راتګ هم ۱۵ ورځې".

هغه وویل چې د فرانسې فدراسیون د ټیم په جوړولو کې له ستونزو سره مخ و، ځکه یو شمېر ټاکل شوي لوبغاړي مجبور شول له ګډونه انکار وکړي.

هغه وویل: "د هغوی د کار کارکوونکو اجازه نه ورکوله چې دوه میاشتې رخصتي واخلي. ما هغه وخت د پیجیو په شرکت کې کار کاوه او زما درې نور د لوبډلې ملګري لوبغاړي هم هلته کارکوونکي وو: زما ورور ژان اندري ماشینو،او اتیان ماتلر."

د خپل تاریخي ګول په اړه هغه وویل: "کله چې ما خپل ګول وواهه، چې هم د ټورنمنټ لومړی ګول و او هم زما د فرانسې لپاره لومړی ګول و، موږ یو بل ته مبارکي ورکړه، خو داسې نه وو چې لکه نن ورځ لوبغاړي یو پر یو بل ټوپونه وهي".

فرانسې خپله دویمه لوبه د ارجنټاین پر وړاندې ۱–۰ وبایلله. په همدې لوبه کې لوران د پښې د ښنګريله ټپي کېدو سره مخ شو، خو مجبور و چې په کېڼه خوا کې پاتې شي، ځکه په هغه وخت کې د لوبغاړو بدلولو ته اجازه نه وه.

دغه ټپ هغه له دې هم بې برخې کړ چې د فرانسې په درېیمه او وروستۍ لوبه کې د چیلي پر وړاندې ګډون وکړي، چې هغه لوبه هم ۱–۰ پای ته ورسېده.

لوران د فرانسې لپاره په خپلو ۱۰ نړیوالو لوبو کې خپل دویم او وروستی نړیوال ګول د ۱۹۳۱ کال د مې په ۱۴مه د انګلنډ پر وړاندې په یوه دوستانه لوبه کې وواهه، چې په پاریس کې د ۳۵ زره نندارچیانو په وړاندې ترسره شوه.

فرانسې په هغه لوبه کې تاریخي بریا ترلاسه کړه، ۵–۲ یې وګټله. لوران وویل: "موږ لا هم شوقي (امیچر) لوبغاړي وو، خو انګرېزان بیا په بشپړ ډول مسلکي وو."

وروستی ګول چا وکړ؟

د فوټبال د نړیوال جام په تاریخ کې د لومړي ګول له ثبتېدو ۹۲ کاله وروسته، چې په ۱۹۳۰ کال کې د لوسیان لوران له خوا د مکسیکو پر وړاندې ووهل شو، فرانسې بیا هم د ټورنمنټ په وروستۍ لوبه کې حاضره وه، خو دا ځل د کیسې په مقابل اړخ کې.

د ارجنټاین او فرانسې ملي لوبډلې د فیفا ۲۰۲۲ نړیوال جام پایلوبې ته ورسېدې او دا لوبه د یکشنبې په ورځ، د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۱۸مه، لوسېل لوبغاړي کې ترسره شوه، چې ۸۸٬۹۶۶ نندارچیان پکې حاضر وو او شاوخوا ۱.۵ میلیارده کسانو په ټوله نړۍ کې وکتله.

ارجنټاین د نړۍ اتلولي وګټله، په داسې یوه له تر ټولو هیجاني پایلوبه کې چې د ټورنمنټ په تاریخ کې ثبت شوې ده. اصلي او اضافي وختونه ۳–۳ مساوي پای ته ورسېدل او بیا د پنالټي په ضربو کې ارجنټاین بریا خپله کړه.

د ارجنټاین کپتان لیونیل میسي په ۲۳مه دقیقه کې د پنالټي له لارې لومړی ګول وواهه او بیا یې هم‌لوبغاړي انخیل دي ماریا په ۳۶مه دقیقه کې دویم ګول اضافه کړ او لومړۍ نیمایي ۲–۰ د ارجنټاین په ګټه پای ته ورسېده.

خو د فرانسې ستوری کیلیان مباپي- چې هغه وخت ۲۳ کلن و، په وروستیو دقیقو کې لوبه بېرته برابره کړه. لومړی یې په ۸۰مه دقیقه کې له پنالټي ګول وواهه او یوازې یوه دقیقه وروسته یې دویم ګول هم وکړ، چې لوبه ۲–۲ شوه.

په اضافي وخت کې، مسي په ۱۰۸مه دقیقه کې بیا ارجنټاین مخکې کړ، خو مباپي بیا په ۱۱۸مه دقیقه کې د بل پنالټي له لارې ګول وواهه او لوبه یې ۳–۳ مساوي کړه، چې بیا پنالټي شوټ‌اوټ ته لاړه.

فرانسې د پنالټي لړۍ پیل کړه، مبابي لومړی ګول وواهه، بیا مسي د ارجنټاین لپاره لومړی پنالټي وکړ.

په دویمه ضربه کې، د ارجنټاین ګول ساتونکي ایملیا مارټینز د ګنګسلي کومان پر وړاندې دفاع وکړه خو پاولو دیبالا ارجنټاین ته بله ضربه ورکړه.

په درېیمه ضربه کې، اوریلیان چوامیني د فرانسې لپاره خطا کړه، خو لیوناردو پاریدیس د ارجنټاین لپاره ګول وکړ او ۳–۱ مخکې شو.

راندال کولو موانيی د فرانسې لپاره څلورمه ضربه ګول کړه او نتیجه یې ۳–۲ ته راټیټه کړه، خو ارجنټاین ته یوازې یو ګول پاتې و.

وروستۍ ضربه ګونزالو مونتېیل ووهله، ګول یې وکړ او ارجنټاین د ۴–۲ په پنالټي پایلې سره نړیوال جام وګاټه.

په دې توګه، د وروستي او پرېکنده ګول کیسه هم د ارجنټاین د یو لوبغاړي په لاس د فرانسې پر وړاندې بشپړه شوه، ۹۲ کاله وروسته له هغه لومړي ګوله چې یو فرانسوي لوبغاړي د نړیوال جام په تاریخ کې وهلی و.