افغان فلم امریکا ته ورسېد، خو جوړونکي ته یې ویزه نه ده ورکړل شوې
د خپرېدو وخت
مرغه چې مرغه نه و، يو افغان فېلم فلورېډا کې فېلم فيسټيوال ته لار موندلې، خو جوړوونکي ته یې د سفر ويزه نه ده ورکړل شوې.
د فورټ لاډېرډېل ۳۲ کلني نړيوال فېلم فېسټيوال کې افغانستان هم د مرغه چې مرغه نه و، په نامه يوه فېلم برخه لري. دا فېلم فيسټيوال د امريکا فلورېډا کې کېږي، خو د فېلم جوړوونکي ته د امريکا ويزه نه ده ورکړل شوې. د فېسټيوال تنظيموونکو ويلي غواړي فېلم جوړونکي يې هلته وي، خو کابل کې د امريکا سفارت بي بي سي ته يوه برېښناليک کې ويلي نه غواړي د ويزې لپاره د کسانو پر غوښتنليکونو تبصره وکړي. کريم حيدري پرې راپور لري