افغان طالبانو خپله کابینه او سرپرسته اداره اعلان کړه؛ ملا محمد حسن اخوند به یې مشر وي

د خپرېدو وخت

افغان طالبانو نن سه شنبه خپله نوې سرپرسته کابینه او ورسره افغانستان کې خپل نوی سرپرست حکومت اعلان کړ. ملا محمد حسن اخوند به د دې کابینې مشر یا لومړی وزیر وي.

همدا راز د طالبانو سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر او مولوي عبدالسلام حنفي به د ملا حسن اخوند مرستیال وي.

سراج الدین حقاني د کورنیو چارو، ملا یعقوب د دفاع او همدا راز امیر خان متقي د بهرنیو چارو سرپرست وزیران اعلان شوي دي.

د یادونې ده چې د ملا محمد حسن اخوند نوم د ملګرو ملتونو په تور لیست کې شامل دی. د طالبانو مخکیني حکومت پر مهال ملا حسن اخوند له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کال پورې د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال دنده درلوده.

د نوي خپاره شوي لېست له مخې د نوې سرپرستې کابینې ډېری وزیران تر ډېره د طالبانو مشران او ملایان دي.

د طالبانو د کلتوري کمېسیون مرستیال احمدالله وثیق بي بي سي سره خبرو کې تائید کړه چې نوی حکومت به 'اسلامي امارت ' وي او امیر المومنین به پر خپل ځای وي.

د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد کابل کې خبریالانو ته د نوې کابینې د سرپرستانو نومونه ولوستل.

ښاغلي مجاهد وویل، دا مهال هېواد کې بحراني حالت دی او له همدې کبله پرېکړه وشوه چې د اوس لپاره سرپرسته اداره اعلان شي.

د کابینې نومونه په لاندې ډول اعلان شوي:

  • ملا محمد حسن اخوند سرپرست رئیس الوزرا
  • ملا عبدالغني برادر او مولوي عبدالسلام حنفي د ریاست الوزرا مرستیالان
  • ملا محمد یعقوب مجاهد د دفاع وزارت سرپرست
  • الحاج سراج الدین حقاني د کورنیو چارو وزارت سرپرست
  • مولوي امیر خان متقي د بهرنیو چارو وزارت سرپرست
  • ملا عبدالحق وثیق د استخباراتو عمومي ریاست سرپرست
  • قاري فصیح الدین د افغانستان لوی درستیز
  • ملا هدایت الله بدري د مالیې وزارت سرپرست
  • مولوي نورالله منیر د معارف وزارت سرپرست
  • ملا خیرالله خیر خوا د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست
  • قاري دین حنیف د اقتصاد وزارت سرپرست
  • مولوي نور محمد ثاقب د حج او اوقافو وزارت سرپرست
  • مولوي عبدالحکیم شرعي د عدلیې وزارت سرپرست
  • ملا نورالله نوري د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست
  • ملا محمد یونس اخوند زاده د کلیو ودې او پراختیا وزارت سرپرست
  • شیخ محمد خالد دعوت ولارشاد امر بالمعروف و نهی عن المنکر وزارت سرپرست
  • ملا عبدالمنان عمري د ټولګټو وزارت سرپرست
  • ملا محمد عیسي اخوند د معادن او پټرولیم وزارت سرپرست
  • ملا عبدالطیف منصور د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست
  • ملا حمیدالله اخوند زاده د هوايي چلن او ټرانسپورټ وزارت سرپرست
  • مولوي عبدالباقي حقاني د لوړو زدکړو وزارت سرپرست
  • مولوي نجیب الله حقاني د مخابراتو وزارت سرپرست
  • حاجي خلیل الرحمان حقاني د کډوالو چارو وزارت